ټرمپ له پوتين سره خبرې ګټورې بولي او هیله لري چې د اوکراين د سرتيرو ژوند وژغورل شي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۴

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره خبرې ګټورې بولي او له روسي سیال غواړي، چې د اوکراین سرتيرو ته زیان ونه رسېږي.

ټرمپ مسکو ته د خپل استازي تر تلو یوه ورځ وروسته نن ویلي، چې دا مهال د روسيې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو ښه چانس شته.

ډونالد ټرمپ وايي، په دې خبرو کې یې له پوتین غوښتنه کړې، چې په «بشپړي ډول د محاصره شويو» اوکرايني سرتيرو ژوند ته پام وکړي او زیان ورته ونه رسوي.

ډونالډ ټرمپ خپله خواله رسنۍ ټراوت کې دا نه دي ویلي چې له پوتین سره دا خبرې یې کله او چېرته درلودې.

د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې روسیې ته د نوموړي د استازي تر تګ یوه ورځ وروسته دي.

رويټرز خبري اژانس هم د یوې سرچینې له قوله وايي چې امریکايي استازي سټیو ویټکاف پرون له ولاړیمیر پوتین سره اوږدې خبرې درلودې.

د ډونالډ ټرمپ دا غوښتنه په داسې مهال ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړمه ورځ پوځي جامې یې اغوستې وې، د لویدیزې روسیې په کورسک سیمه کې یې د اوکرایني ځواکونو د ژر تر ژره ماتولو امر وکړ.

دا پیغام د اوکراین پر سر له واشنګټن سره د خبرو پیلېدو په درشل کې امریکا ته ښيي چې مسکو لا هم پوځي ابتکار په لاس کې لري.

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د روسیې پرمختګونو او د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، دا اندېښنې راپارولې چې د لویدیځ له ملاتړه پرته کیف ښايي جګړه وبایلي.

نور خبرونه

رادیو