الجزیره: امریکا او اسراییل غواړي فلسطینیان له غزې څخه ختیځې افریقا ته بې‌ځایه کړي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۴

الجزیرې د امریکایي او اسراییلي چارواکو له حوالې راپور ورکړی، چې متحده ایالاتو او اسراییل د ختیځې افریقا له درېیو حکومتونو سره د غزې څخه سوډان، سومالیا او سومالیلینډ ته د فلسطینیانو د جبري بې‌ځایه کېدو په اړه خبرې کړې دي.

په راپور کې راغلي، د سوډان چارواکو ادعا کړې چې د متحده ایالاتو وړاندیزونه یې رد کړي دي؛ خو د سومالیا او سومالیلینډ چارواکو بیا ویلي، چې دوی له دغې موضوع بې خبره دي.
دغه امریکایي او اسراییلي چارواکو الجزیرې ته ویلي، چې د سومالیا او سومالیلینډ سره یې خبرې کړې دي.

هغوی ویلي، دا لاروښانه نه ده چې هڅو څومره پرمختګ کړی یا په کومه کچه خبرې اترې شوې دي.
دغه څرګندونې یوه میاشت وروسته له هغه کېږي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلسطینیانو د جبري بې‌ځایه کولو او د غزې د "نیولو" وړاندیز کړی و.
له هغه وروسته د ټرمپ دغه وړاندیز د فلسطینیانو او د منځني ختیځ هېوادونو سختې نیوکې راوپارولې.

د فلسطینیانو د بیا مېشتېدو د منلو په بدل کې داسې انګېرل کېږي چې د ختیځې افریقا حکومتونو ته به بېلابېل مالي، ډیپلوماټیک او امنیتي وړاندیزونه وشي.

په دې هڅو کې ښکېل یو امریکایي چارواکي منلې، چې امریکا د سومالیا سره د یو لړ برخو په اړه پټې خبرې اترې کوي.

د هغه په وینا، ښایي چې امریکا د دغه وړاندیز د منلو په بدل کې سومالیا ته د رسمیت پېژندنې وړاندیز وکړي؛ کوم چې د سومالیا د نوي ولسمشر عبدالرحمان محمد عبدالله لپاره لومړیتوب دی.

په نایبروبي کې د شخړې برخې څېړونکي سامبو چېپکوریر ویلي، د دې پوهېدل ګران دي چې ولې سومالیا غواړي د فلسطینانو کوربه‌توب وکړي.

چیپکوریر وویل، تنظیمونه بدلیږي او له همدې امله شاید سومالیا سره پټه اجنډا وي.

د سوډان دوو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط منلې، چې د ټرمپ ادارې د فلسطینانو د منلو لپاره د دوی حکومت سره خبرې کړې دي.

دواړو چارواکو وویل، چې د سوډان حکومت دغه وړاندیز رد کړ.

یو چارواکي ویلي، چې دغه وړاندیز سمدلاسه رد شو او هیچا بیا دغه موضوع نه ده پرانیستې.

نور خبرونه

رادیو