متحده ایالاتو د روژې په اوږدو کې د غزې د اوربند د غځولو لپاره د "پل" وړاندیز کړی، پداسې حال کې چې حماس ته یې خبرداری ورکړی چې که تر ټاکل شوي ضربالاجل مخکې یرغمل خوشې نه کړي، نو سخت قیمت به پرې کړي.
د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ویلي: "ولسمشر ټرمپ دا څرګنده کړې چې یا دې حماس سمدستي یرغمل خوشې کړي، یا به سخت قیمت پرې کړي."
دغه وړانديز چې د چهارشنبې په ورځ وشو، ويل شوي چې حماس بايد د پخوانيو توافق شويو فورمولونو پر بنسټ د بنديانو په بدل کې ژوندي يرغمل خوشې کړي.
د ویټکوف او د ملي امنیت شورا د یوه بیان له مخې، دا به د اوربند اولې مرحلې غزولو ته هم اړتیا ولري ترڅو غزې ته د بشري مرستو رسولو اجازه ورکړي. په ورته وخت کې، متحده ایالات به د جګړې د دوامداره حل په لور کار وکړي.
ویټکوف وویل چې قطر او مصر چې امریکا ورسره له نږدې کار کوي حماس ته ویلي چې دا وړاندیز باید ژر تر ژره عملي شي او د امریکا او اسراییل دوه ګونی تابعیت لرونکی ادان الکساندر باید ژر تر ژره خوشې شي.
حماس د جمعې په ورځ وویل چې دوی د نیوجرسي اصلي اوسیدونکی او د اسراییل د پوځ ۲۱ کلن سرتېری سکندر، د خوشې کولو وړاندیز کړی او ورسره به د څلورو نورو دوه ګوني تابعیت لرونکو یرغمل شویو جسدونه هم خوشې کړي.
ویټکوف حماس په دې خاطر وغانده چې په عامه توګه د انعطاف ادعا کوي مګر له اوربند پرته غیر عملي غوښتنې وړاندې کوي.