د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د روان کړکېچن وضعیت په اړه وایي، چې د پښتونخوا او بلوچستان په خاوره کې د چین او امریکا د نوې نړۍوالې جګړې لپاره چمتووالی روان دی.
د دغه ګوند لهخوا د نوموړي په خپور شوي پیغام کې راغلي:« په تېرو وختونو کې هم کله چې امریکا او روسیه په جګړه بوخت وو؛ موږ خبرداری ورکړی و چې دا جهاد نه بلکې ګډوډي ده، خو زموږ خبرې جدي ونه نیول شوې او په بدل کې موږ د روسیې د جاسوسانو په توګه تورن شو.»
هغه د پاکستان خلکو ته خبرداری ورکړی:« داسې پلانونه جوړېږي، چې ستاسو او زموږ ماشومان په یوه بله شخصي جګړه کې ووژني.»
هغه په پاکستان کې د وسلهوالو ډلو وروستیو فعالیتونو ته په اشارې سره وایي، چې تاوتریخوالی د کومې ستونزې حل نه دی؛ بلکې ستونزې نورې هم پېچلې کوي.
د هغه په وینا، د کورنیو ستونزو د حل لپاره خبرې اترې اړینې دي او د بېلتون غوښتونکو غورځنګونو د ستونزې حل یوازې سیاسي مسله ده.
په دغه بیان کې راغلي:« سولې ته باید هر وخت لومړیتوب ورکړل شي؛ ځکه چې دا د پرمختګ یوازینۍ لاره ده. موږ سولې ته اړتیا لرو، ستونزې باید سملاسي حل شي؛ که نه وضعیت به لا کړکېچن شي او خلک به یې ونشي زغملای.»
هغه وایي، د «ترهګرو او بېلتون غوښتونکو غورځنګونو» په اړه یوې روښانې او اغېزمنې تګلارې ته اړتیا ده.