پوتین له اوکراین سره تر اوربند وړاندې د روسیې پوځي برلاسی ټینګوي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۳

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې پوځي جامې یې اغوستې وې، د لویدیزې روسیې په کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو د ژر تر ژره ماتولو امر وکړ. دا پیغام د اوکراین پر سر له واشنګټن سره د خبرو اترو پیلېدو په درشل کې امریکا ته ښيي چې مسکو لا هم پوځي ابتکار په لاس کې لري.

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د روسیې پرمختګونو او د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، دا اندېښنې راپارولې چې د لویدیز له ملاتړه برخمن کیېف ښايي جګړه وبایلي.

ټرمپ، چې ځانګړی استازی یې سټیو وټکوف په پام کې لري په مسکو کې له پوتین سره وګوري، په سپینه ماڼۍ کې وویل چې هیله لري کریملین د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومني. اوکراین ددغه اوربند ملاتړ کړی دی.

د ټرمپ له څرګندونو څو ساعته وروسته کریملین یوه ویډیو خپره کړه چې پوتین پکې په برګ پوځي یونیفورم کې د روسیې لویدیز کورسک سیمې ته سفر کوي، چېرې چې روسي ځواکونو د چټک برید په ترڅ کې پرمختګ کړی دی.

پوتین وویل: « زموږ دنده په نږدې راتلونکي کې، په لنډ ممکن وخت کې، دا ده چې په کورسک سیمه کې میشت دښمن پرېکنده مات کړو». هغه زیاته کړه: « او البته، موږ اړتیا لرو چې د دولتي پولو په اوږدو کې د امنیتي زون رامنځته کولو په اړه فکر وکړو».

د ۲۰۲۲ کال په پیل کې د روسیې له یرغل راهیسې سلګونه زره کسان وژل شوي او ټپیان شوي، میلیونونه خلک بې ځایه شوي، ښارونه ویجاړ شوي او د مسکو او لویدیز ترمنځ تر ټولو لویه شخړه رامنځته شوې ده.

د ۲۰۲۴ کال په اګست کې اوکرایني ځواکونو پر کورسک سیمې برید وکړ، چې دا له۱۹۴۱ کال راهیسې پر روسیې تر ټولو ستر برید ګڼل کیږي.

اوسمهال اوکرایني ځواکونه په کورسک کې له ۲۰۰ مربع کیلومترو کمه سیمه کنټرولوي، چې د تیر اوړي په پرتله خورا کمه شوې ده.

پوتین به نن د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د بیلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره خبرې وکړي او د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې ښايي د اوربند وړاندیز په اړه څرګندونې وکړي.

متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ له اوکراین سره د وسلواو استخباراتي معلوماتو شریکولو همکاري بېرته پیل کړې.

د روسیې لوړپوړو سرچینو رویټرز ته ویلي چې پوتین به له هر ډول اوربند څخه مخکې ډاډ ترلاسه کړي.

د جون په میاشت کې پوتین د سولې لپاره خپل شرایط وړاندې کړل چې اوکراین باید په رسمي ډول د ناټو غړیتوب پرېږدي او خپل ځواکونه له هغو څلورو سیمو وباسي چې روسیې خپلې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو