د اتریش نوي حکومت اعلان کړی چې د کډوالو د کورنیو د یوځای کېدو پروسه به سمدلاسه ودرول شي، ځکه ویانا نوي راتلونکي کسان نور په مناسب ډول نه شي جذبولای.
لومړي وزیر کریستیان سټاکر، چې په محافظهکار اتریشي خلکو ګوند پورې تړلی، ویلي: « د اتریش ظرفیتونه محدود دي او له همدې امله مو پرېکړه وکړه چې د لا زیات بار وړلو مخه ونیسو».
د دغه نوي اقدام له مخې، هغه مهاجرین چې د خوندیتوب یا محافظت اجازه لري او نه شي شړل کېدای، نور نشي کولی خپلې کورنۍ له خپلو اصلي هېوادونو څخه اتریش ته راولي.
د اسوشیټېډ اژانس د رپوټ له مخې، نوی درې ګونی ایتلافي حکومت، چې خلکو ګوند، کیڼ سوسیال ډیموکراتان او د نیوس لیبرال ګوندونه پکې شامل دي، د مهاجرت کنټرولول خپله مهمه دنده ګڼي او ژمنه یې کړې چې د پناه غوښتنې لپاره به سخت نوي قوانین عملي کړي.
د بار کمولو هڅه
د حکومت د معلوماتو له مخې، تېر کال ۷،۷۶۲ کسان د کورنیو د یوځای کېدو له لارې اتریش ته راغلل، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کې دا شمېر ۹،۲۵۴ و. زیاتره نوي راغلي کسان ماشومان وو.
لومړي وزیر سټاکر وویل: « دا اقدام ځکه اړین دی چې د ښوونیز سیستم کیفیت، ادغام، او زموږ د ټول امنیت ساتل باید یقیني شي څو دا سیستمونه خپل فعالیت له لاسه ورنه کړي».
د کورنیو د یوځای کېدو د درولو پرېکړه اروپایي اتحادیې ته هم رسېدلې، خو حکومت دا نه ده څرګنده کړې چې دا بندیز به تر کومې مودې دوام وکړي.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر ویلي: « له تېر دوبي راهیسې موږ د کورنیو د یوځای کېدو کچه په ښکاره توګه راټیټه کړې. اوس موږ قانوني بنسټ جوړوو، چې دا بندیز پایدار پاتې شي».
په ټوله اروپا کې پرکډوالۍ محدودیتونه
په ټولې اروپا کې حکومتونه هڅه کوي چې د مهاجرینو شمېر راکم کړي. دا بندیزونه له لس کاله مخکې حالت سره، چې جرمني او سویډن په پرانېستې غېږ له سوریې، افغانستان او عراق څخه له یو میلیون زیات مهاجر ومنل، ژور توپیر کوي.
د اروپایي اتحادیې کمیسیون وړاندیز کړی چې د «بیرته ستنولو مرکزونه» جوړ شي، څو د هغو کسانو د شړلو بهیر ګړندی کړي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
تر اوسه پورې، یوازې ۲۰ سلنه هغه کسان چې د شړلو حکم لري، په حقیقت کې د اروپایي اتحادیې له خاورې ایستل شوي او دا نوی وړاندیز به د ۲۷ هېوادونو ترمنځ یو ګډ سیستم رامنځته کړي، چې د شړلو پروسه چټکه او اغېزناکه شي.