د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لومړي ځل لپاره د اوکرایني ځواکونو له خوا د سیمې د ځینو برخو د نیولو راهیسې د روسیې لویدیځې سیمې کورسک څخه لیدنه وکړه.
په روسي دولتي ټلویزیون پوځي یونیفورم کې څرګندیدونکي، پوتین د کورسک سیمې هغه کنټرول مرکز څخه لیدنه وکړه چې روسي پوځیان یې کاروي.پوتین د روسیې لوړپوړو پوځي چارواکو ته په وینا کې وویل: «په لنډ وخت کې دښمن باید کورسک سیمه کې چې لا تر اوسته دلته دفاعي اقدامات ترسره کوي، له پښو وغورځول شي او مات شي.»
پوتین د روسیې د پوځ لوی قوماندان والري ګراسیموف راپور واورید. هغه پوتین ته وویل چې په کورسک سیمه کې اوکرایني ځواکونه اوس محاصره شوي او په سیسټماټیک ډول یې تخریب روان دی.
د خبري اژانسونو د راپور له مخې، پوتین وویل چې روسي ځواکونو ته پکار ده چې سیمه له اوکرایني ځواکونو څخه په بشپړه توګه ژر تر ژره ازاده کړي.
پوتین وویل چې روسیه باید د کورسک په سیمه کې نیول شویو اوکرایني پوځیانو سره د جګړې له ډګره نیولو شویو ترهګرو په څېر چلند وکړي.
پوتین وویل: "هغه خلک چې په کورسک سیمه کې دي، هغه کسان چې دلته د ملکي وګړو پر ضد جرمونه ترسره کوي، هغه کسان چې زموږ د وسله والو ځواکونو، قانون نافذوونکو ادارو او ځانګړو خدماتو پر ضد مخالفت کوي، دا هغه خلک دي چې موږ باید خامخا د ترهګرو په توګه ورسره چلند وکړو."
هغه ریاته کړه چې روسیه هېڅ اراده نه لري چې د جینیوا کنوانسیونونه هغو بهرنیانو ته وغځوي چې د اوکراین په ملاټړ جګړه کوي.
د روسیې ولسمشر په داسې حال کې له کورسک څخه لیدنه کوي، چې تېره ورځ اوکراین په سعودي عربستان کې له امریکایي چارواکو سره خبرو کې له روسیې سره په ۳۰ ورځیني اوربند رضایت وښود. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اوس به دا وړاندیز روسانو ته ورسوي، اوس نو توپ د مسکو په میدان کې دی.
خو له دې موافقې څو ساعته وروسته رویټرز د روسي سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې ولادیمیر پوتین به په اوکراین کې د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د امریکا وړاندیز ونه مني او زیاته یې کړه چې د اوربند په هر ډول تړون کې باید د جګړې په ډګر کې د روسیې پرمختګونه په پام کې ونیول شي او د مسکو اندیښنو ته رسیدګي وشي.