د امریکا پوهنې وزارت د خپلو کارکوونکو شمېر کموي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۲

د امریکا د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې دوی به د خپلو کارکوونکو نږدې نیمایي له دندو ګوښه کړي.
دغه وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د خپل کاري ځواک کچه به شاوخوا ۲۱۸۳ کارکوونکو ته راټیټه کړي.

د امریکا د پوهنې وزارت دمګړۍ ۴۴۰۰ کارکوونکي لري.

تر دې وړاندې ټرمپ د دغه وزارت د منحلېدو وړاندیز کړی و او ویلي یې و، چې د دغه وزارت واکونه به ایالتونو ته ورکړي.

د امریکا د پوهنې وزیرې لېنډا مک ماهون په یوه بیان کې ویلي:« د کاري ځواک کمول د پوهنې وزارت د موثریت، حساب ورکولو او ډاډ ترلاسه کولو ژمنتیا منعکسوي.»

د راپورنو له مخې، اغلې مک ماهون دغه ګام د ټرمپ د فرمان له مخې اخیستی دی.

نوموړې دا د امریکا د پوهنې په برخه کې یو مهم ګام ګڼلی.

هغې د سې شنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د کارکوونکو ګوښه کول د څانګې د لغوه کولو په لور یو ګام دی.

نور خبرونه

رادیو