د ناروې د کډوالو شورا مشر خبرداری ورکوي، چې غزه د څښاکاوبو له سخت ناورین سره مخ ده او په وینا یې، اسراییل د اوبو رسونې له تاسیساتو سره نښلېدلې برېښنا پرې کړې ده.
د ناروې د کډوالۍ ادارې (اېنارسي) مشر جان اېګلنډ د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې ویلي، چې د اسراییل دغه اقدام د ۲۰ زره متر مکعب پاکو اوبو د رسونې مخه ډب کړې ده.
د نوموړي په وینا، د برېښنا د پرېکېدو له امله د اوبورسونې کارکوونکي اړ دي چې خلکو ته د اسانتیا د برابرېدو په موخه د سون توکو جنراټورونه وکاروي، خو په وینا یې دا جنراټورونه یوازې په ورځ کې اته ساعته د فعالیت وړتیا لري.
هغه ویلي، چې د اسراییل د دغه اقدام په پایله کې د اوبو تولید ۷۵ سلنه کم شوی او د غزې خلکو ته د څښاکپاکو اوبو لاسرسی په جدي ډول محدود شوی دی.
د ناروې د کډوالو شورا مشر د معلوماتو له مخې، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اوبو د تولید پر وړاندې دغه ناورین کولای شي د ککړو اوبو له کبله بېلابلې ناروغۍ رامنځته کړي.
همداراز، جان اېګلنډ ټینګار کړی چې اسراییل په تېرو ۱۰ ورځو کې غزې ته د سون توکو په ګډون د ټولو بشرپاله مرستو د ننوتلو مخه نیولې ده.
د یادې شورا مشر ټینګار کړی، چې د نړۍوال بشرپال قانون پر بنسټ اسراییل مکلف دی، څو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د فلسطینیانو لپاره د لومړنيو اړتیاوو لاسرسی تضمین کړي.
جان اېګلنډ په خپل بیان کې د نړۍ له مشرانو غوښتي، چې د برېښنا د بیارغونې لپاره سملاسي لاس پر کار شي او غزې ته د بشرپاله مرستو د ننوتلو اجازه ورکړي او په وینا یې، د دغه وضعیت دوام کولای شي د یوه لوی بشري ناورین لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جنورۍ پر ۱۹مه د اوربند له پیل راپدېخوا د ناروې د کډوالو شورا د غزې په ۷۳ سیمو کې له ۱۳۰ زرو څخه ډېرو خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې وې، خو د نوموړې شورا مشر وايي چې له برېښنا او سون توکو پرته به د دغو خدماتو د رسونې دوام ناشونی وي.