د رویټرز د راپور له مخې، هېوادونو په یوې ګډه اعلامیه کې وویل چې اوکراین په سعودي عربستان کې له امریکایي چارواکو سره خبرو کې له روسیې سره په ۳۰ ورځیني اوربند رضایت ښودلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اوس به دا وړاندیز روسانو ته ورسوي، اوس نو توپ د مسکو په میدان کې دی.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي چې په سعودي کې دی مګر په دغو خبرو کې یې ګډون نه درلود وویل:«اوربند یو مثبت وړاندیز دی، چې جګړه کې نه یوازې لومړۍ کړښه بلکې هوا او سمندر هم تر پوښښ لاندې نیسي.»
له اتو ساعتونو څخه د زیاتو خبرو اترو وروسته، دواړو خواوو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په کې ویل شوي چې اوکراین د متحده ایالاتو د سمدستي، لنډمهاله ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز منلو ته لېواله دی چې د دواړو خواوو د متقابلې موافقې له مخې غځول کیدی شي، چې د روسیې لهخوا د منلو او پلي کولو تابع وي.
په بیان کې راغلي، چې «متحده ایالات روسیې ته به دا پیغام ورکوي چې د روسیې متقابل عمل د سولې د ترلاسه کولو کیلۍ ده.»
په بیان کې دا هم راغلي، چې امریکا پر اوکراین د استخباراتي معلوماتو شریکولو بندیز سمدستي لرې کوي او امنیتي مرستې بیا پیلوي.
د امریکا د څارګرې ادارې (سي آی اې) رییس جان راټکلیف د کب په ۱۵مه اعلان وکړ، چې واشنګټن له کییف سره د استخباراتي معلوماتو شریکول درولي دي.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې امریکا اوکراین ته مهم استخباراتي معلومات برابر ول، چې د دغه هېواد پوځ ته د اهدافو په ټاکلو کې حیاتي ارزښت لري.
دواړو خواوو همدارنګه وویل چې واشنګټن او کییف موافقه وکړه چې د اوکراین د مهمو منرالي سرچینو د پراختیا لپاره یو جامع تړون ژر تر ژره پای ته ورسوي، هغه تړون چې تېره اونۍ د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ سپینې ماڼۍ کې د کړکېچ مجلس له امله لاسلیک نه شو.
زېلېنسکي وویل چې دواړه هېوادونه به د منرالونو تړون بشپړولو لپاره کار وکړي. د زېلېنسکي یوه لوړ پوړي سلاکار ویلي چې د اوکراین لپاره د امنیت تضمینونو اختیارونه د امریکا له چارواکو سره بحث شوي دي. مګر دغه سلاکار د اختیارونو په اړه جزییات ورنه کړل.