د اوکراین د اوربند له موافقې وروسته ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د زېلېنسکي د بلنې خبره وکړه

AP ۱۴۰۳ کب ۲۱

د اوکراین له لوري د امریکا د ۳۰ ورځیني اوربند له وړاندیز سره له موافقې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي به یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته دعوت شي.

ټرمپ خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې تمه لري دا اونۍ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي او هیله لري، چې روسیه هم له دې شرایطو سره موافقه وکړي.

اوکراین د جدې د غونډې په پای کې اعلان وکړ، چې د امریکا له لوري د ۳۰ ورځیني عاجل اوربند له وړاندیز سره یې موافقه کړې ده.

امریکا هم ویلي، چې له اوکراین سره به د معلوماتو تبادله او امنیتي ملاتړ سمدلاسه بېرته پیل کړي.

ډونالډ ټرمپ له دې مذاکراتو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «د اوکراین پر اوربند. همدا څو شېبې وړاندې موافقه وشوه، هیله لرم چې روسیه هم ورسره موافقه وکړي.»

ټرمپ وویل، هیله لري چې په راتلونکو ورځو کې د درې کلنې جګړې لپاره یو بشپړ اوربند ته ورسېږي.

کله چې خبریالانو ترې وپوښتل چې زېلېنسکي یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته بلل شوی، ټرمپ په ځواب کې وویل: «البته، قطعاً.»

د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ تېر ملاقات په یوه کړکېچن مجلس بدل شو.

دواړو ولسمشرانو په سپینه ماڼۍ کې یو پر بل نیوکې وکړې.

زېلېنسکي مجلس څخه ووت او خپل د واشنګټن سفر یې نیمګړی پرېښود او لندن ته لاړ.

دا شخړه د هېوادونو د ډیپلوماسۍ په تاریخ کې بې‌ساری بلل شوی.

زېلېنسکي تایید کړه، چې د امریکا د ۳۰ ورځیني اوربند وړاندیز یې منلی دی.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي چې په سعودي کې دی خو په دغو خبرو کې یې ګډون نه درلود.

هغه وویل:«اوربند یو مثبت وړاندیز دی، چې جګړه کې نه یوازې لومړۍ کړښه بلکې هوا او سمندر هم تر پوښښ لاندې نیسي.»

له اتو ساعتونو څخه د زیاتو خبرو اترو وروسته، دواړو خواوو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په کې ویل شوي چې اوکراین د متحده ایالاتو د سمدستي، لنډمهاله ۳۰ ورځیني اوربند وړاندیز منلو ته لېواله دی چې د دواړو خواوو د متقابلې موافقې له مخې غځول کېدای شي، چې د روسیې له‌خوا د منلو او پلي کولو تابع وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم وویل، چې اوس توپ د روسیې په میدان کې دی.

نور خبرونه

رادیو