اوکراین: د روسیې پر یوې نفتي زېرمې مو د بې‌پيلوټه الوتکې برید وکړ

AP ۱۴۰۳ کب ۲۱

د اوکراین د پوځ لوی درستیز وايي، چې هېواد یې د بې‌پيلوټه الوتکې د یوه قوي برید په ترڅ کې د روسیې د نفتي توکو یوه مهمه زېرمه په نښه کړې او زیاتوي، چې له امله یې درې کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

نوموړي ادعا کړې، د دغه برید په ترڅ کې یې د روسیې د نفتي توکو هغه زېرمه په نښه کړې چې د دغه هېواد په هوايي ډګرونو کې یې الوتکو ته د تېلو په لېږدولو کې مهم رول درلود.

ورته مهال، د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین د اوکرایني پوځ د بې‌پيلوټه الوتکې برید منلی او وايي، چې دغه برید پر یاد ښار د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکې ترټولو لوی برید دی.

په داسې حال کې چې د اوکراین د وسله‌وال پوځ لوی درستیز ادعا کړې، چې ځواکونو یې تېره شپه د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې د مسکو د نفتي توکو تاسیسات په نښه کړي، بل‌خوا د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې کییف په دغه برید کې ملکي ودانۍ په نښه کړي دي.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له‌خوا د ملکي ودانیو په ګډون د دغه هېواد د نفتو پر زېرمو بریدونه «ترهګري» بللې او ژمنه یې کړې، چې کییف به د دغه برید ځواب ترلاسه کړي.

دا برید په سعودي عربستان کې د امریکایي او اوکرایني چارواکو ترمنځ د درې کلنې جګړې د پای ته رسېدو په تړاو له مذاکرتو څخه څو شېبې مخکې داسې مهال شوی، چې بل اړخ ته روسي ځواکونه په کورسک کې د زرګونه اوکرایني پوځیانو د محاصره‌کېدو هڅه کوي.

د امریکا متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو له مخې چې ګواکې غواړي د کییف او مسکو جګړه پای ته ورسوي، په دې وروستیو کې د دواړو خواوو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.

نور خبرونه

رادیو