د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلې ادارې د سوداګرۍ وزیر ته امر کړی، چې له کاناډا څخه پر واردېدونکو فولادو او المونیمو ۲۵ سلنه نوره تعرفه هم وضع کړي، ترڅو د دې محصولاتو تعرفه ۵۰ سلنې ته ورسېږي.
ټرمپ دا پرېکړه د انټاریو ولایت له لوري نیویارک، مینیسوټا او میشیګان ته د صادرېدونکي برېښنا پر ۲۵ سلنه تعرفې د غبرګون پر وړاندې کړې ده.
د کاناډا انټاریو ولایت د دوشنبې په ورخ د ټرمپ د تعرفو سیاست ته په غبرګون کې د امریکا ایالتونو ته پر صادرېدونکي برېښنا د ۲۵ سلنه تعرفي د وضع کولو اعلان وکړ.
د انتاریو حکومت په خپل بیان کې ویلي: «دا اضافي لګښت به د میشیګان، مینیسوټا او نیویارک په ۱.۵ میلیونه کورونو او کاروبارونو اغېز وکړي او تر هغې چې دا تعرفه نافذ وي، کاناډا ته به هره ورځ ۴۰۰ زره ډالره ګټه رسوي.»
ټرمپ زیاته کړه، چې د کاناډا تعرفې د امریکا پر کرنیزو محصولاتو ناعادلانه دي او لیکلي یې دي: «کاناډا باید سمدستي د امریکا ضد کرنیزې تعرفې، چې د مختلفو لبنیاتو پر محصولاتو ۲۵۰ څخه تر ۳۹۰ سلنه پورې دي، لغوه کړي. دا تعرفې له ډېر وخت راهیسې ناعادلانه ګڼل کېږي. ژر به د برېښنا په برخه کې په اغېزمنه شوې سیمه کې ملي اضطراري حالت اعلان کړم.»
ټرمپ خبرداری ورکړ، چې که کاناډا دا «ناعادلانه» تعرفې لرې نه کړي، نو د غویي میاشتې له ۱۲مې نېټې وروسته به د کاناډا د موټرو پر وارداتو تعرفې خورا لوړې کړي، یو داسې اقدام چې د ده په وینا، د کاناډا د موټرو صنعت «په بشپړ ډول بندولی شي.»
د انټاریو لومړي وزیر ډګ فورډ د ټرمپ خبرو ته په ځواب کې وویل، تر هغه چې د ټرمپ تعرفې په بشپړ ډول لغوه نه شي، دی به له خپل دریځه شاته نه شي.
فورډ، لږ وروسته له هغه چې ټرمپ خپلې نوې تعرفې اعلان کړې، پر اېکس ولیکل: «ولسمشر ټرمپ د امریکا تر ټولو نږدې دوست او متحد پر وړاندې بې دلیله سوداګریزه او تعرفو جګړه پیل کړې. تر هغه چې د تعرفو ګواښ د تل لپاره له منځه لاړ نه شي، موږ به شاتګ ونه کړو.»
تېره ورځ د کاناډا ټاکلي لومړی وزیر مارک کارني د لېبرال ګونډ ټاکنو کې تر خپلې بریا وروسته وویل، چې ټرمپ غواړي پر کاناډا ولکه وکړي، خو دغه هڅې یې باید له ماتې سره مخ شي.
د نوموړي په خبره: «امریکا، زموږ سرچینې، زموږ اوبه، زموږ خاوره او زموږ هېواد غواړي او که بریالئ شي، نو زموږ د ژوند ډول به له منځه یوسي.»
هغه د ټورنټو ښار په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له حکومت سره د جنجالونو له امله ټورنټو تورې ورځې په مخ کې لري.»
نوموړي پر ډونالډ ټرمپ له دې امله نیوکه وکړه، چې پر کاناډا یې تعرفې لګولي او دا چې غواړي د امریکا ۵۱ ایالت یې کړي.
تر دې مخکې، د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا له خوا د امریکا د لبنیاتو او لرګیو پر محصولاتو د لوړې تعرفې د لګېدو له امله تونده نیوکه کړې او ویلي یې و، چې دولت به یې سر له اوسه پر کاناډایي محصولاتو غچاخیستونکې تعرفې ولګوي.