برېتانيا: هیله لرو چې د سعودي غونډه به له اوکراين سره د امريکا د مرستو ځنډېدل پای ته روسوي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۰

د برېتانیا لومړي وزیر د متحده ایالاتو له ولسمشر سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې په سعودي عربستان کې د امریکايي او اوکرایني چارواکو ترمنځ خبرې اترې نتیجه ورکړي او له اوکراین سره د امریکا د مرستو او استخباراتي همکاریو د ځنډېدو لامل نه شي.

د برېتانیا د لومړي وزیر یوه ویاند ویلي، چې برېتانوي چارواکو په تېرو دوو ورځو کې له اوکرایني چارواکو سره په سعودي عربستان کې د سولې په اړه خبرې کړې دي او اوکراینیانو ټینګار کړی، چې دوی "تلپاتې سولې ته ژمن دي".

په همدې حال کې د برېتانيا لومړي وزير د اوکراين د معدني سرچينو د استخراج په اړه د اوکراين او امريکا ترمنځ د اقتصادي تړون هرکلى وکړ او هيله يې څرګنده کړه، چې په دې برخه کې به پرمختګ وشي.

د اګست په ۱۱مه په سپینه ماڼۍ کې د زېلېنسکي او ټرمپ تر منځ له کړکېچن او ناکامې ناستې وروسته، واشنګټن پر کییف فشارونه زیات کړل چې له امریکا څخه د امنیتي ضمانتونو په ترلاسه کولو ټینګار سره - سره له روسیې سره د خبرو اترو مېز ته کښېني او په دغه هېواد کې جګړه پای ته ورسوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا د پوځي او امنیتي مرستو د ځنډولو تر فشار لاندې اعلان وکړ، چې له دغه هېواد سره اقتصادي تړونونو ته ژمن دی او د امریکا په مشرۍ په اوکراین کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره جدې ته رسېدلی دی.

هغه د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې له اوکراین سره د امریکا د مرستو ځنډول به لرې شي.

روبیو د منرالونو د معاملې په اړه وویل، چې ټرمپ "غواړي دا کار وکړي" مګر زیاته یې کړه، "ضرور نه ده چې دا باید سبا ترسره شي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې د متحده ایالاتو پلاوی به د اوکراین له لوري خبرو ته غوږ ونیسي، ترڅو د هغه امتیازاتو په اړه "عمومي پوهاوی" ترلاسه کړي، چې اوکراین ورته چمتو دی.

زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر وکړ، چې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.

نوموړی به د سې شنبې په ورځ له امریکايي چارواکو سره په غونډه کې ګډون ونه کړي.

د متحده ایالاتو او اوکراین د چارواکو ترمنځ خبرې به په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له ولسمشر سره د زېلېنسکي له لفظي شخړې وروسته لومړۍ رسمي ناسته وي او تمه کېږي، چې د معدني سرچینو په اړه دوه اړخیز تړون او د جګړې د پای ته رسولو څرنګوالي باندې تمرکز وکړي.

نور خبرونه

رادیو