په خیبرپښتونخوا کې نامعلومه وسله‌والو د ترهګرۍ ضد دوه پولیس په ډزو وژلي دي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۰

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري خبر ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې نامعلومه وسله‌والو د ترهګرۍ ضد دوه پولیس په ډزو وژلي دي.

د کوهاټ ولسوالۍ د ځایي پولیسو په وینا،دغه پېښه په نانډه بند سیمه کې شوې ده.

پولیسو زیاته کړې، چې په وژل شویو کې یو تن د پولیسو افسر او بل یې ساتونکی پولیس دی.

لاتراوسه د دغې پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نده اخیستې.

له بل پلوه بیا په پنجاب کې د تراویح لمانځه پر مهال په ډزو ۳ تنه وژل شوي دي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، د پنجاب په نارووال ولسوالۍ کې تېره شپه د تراویح د لمانځه پر مهال د ډزو له امله ۳ تنه وژل شوي دي.

د پنجاب پولیسو جیو نیوز ته د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په وژل شویو کسانو کې یو تن یې چې عمران نومېږي؛ د خپلو ورورو له‌خوا په وسله‌والو د پیسو په بدل کې وژل شوی دی.

د پولیسو په وینا، په لومړنیو څېړنو کې څرګنده شوې چې د وژل شوي کس ورور زمان نومېږي چې اوس‌مهال په کاناډا کې اوسېږي.

پولیسو دا هم ویلي، چې دغه وسله‌وال د وزیرستان اصلي اوسېدونکي دي.

د نارووال پولیسو مشر طیب حفیظ چیما وایي، د وژل شوي عمران او د هغه د ورور زمان ترمنځ د موټرو د یوه تمځای د مالکیت پر سر پخوانۍ شخړه روانه وه.

طیب حفیظ زیاته کړي، چې د دغو وروڼو په تړاو د دوی د پولیسو په مرکز کې له پخوا ځینې قضیې ثبتې شوې وې.

نور خبرونه

رادیو