د کاناډا ټاکلی لومړی وزیر مارک کارني وایي، «د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت غواړي پر کاناډا ولکه وکړي، خو دې هڅې یې باید له ماتې سره مخ شي.»
ولسمشر ټرمپ هم یو وخت ویلي و، که کاناډا د امریکا برخه شي، نو د دغه هېواد نقشه به ډېره ښکلې ښکاره شي.
مارک کارني د لومړي وزارت لپاره د لېبرال ګونډ ټاکنو کې تر خپلې بریا وروسته د خپل هېواد په تړاو له امریکا اندېښنه وښوده.
هغه په یوه غونډه کې وویل، «امریکا، زموږ سرچینې، زموږ اوبه، زموږ خاوره او زموږ هېواد غواړي او که بریالئ شي، نو زموږ د ژوند ډول به له منځه یوسي.»
هغه دا هم وویل، چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له حکومت سره د جنجالونو له امله ټورنټو «تورې ورځې په مخ کې لري.»
نوموړي پر ډونلډ ټرمپ له دې امله نیوکه وکړه چې پر کاناډا یې تعرفې لګولې او دا چې غواړي د امریکا ۵۱ ایالت یې کړي.
د کاناډا پخواني لومړي وزیر جسټن ټروډو هم د مخه ښې وینا کې د خپل هېواد په تړاو د ډونالډ ټرمپ ګواښونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، د خپل ګاونډي له سخت ګواښ سره مخ دي.
ښاغلی ټرمپ نه یواځې وخت نا وخت دا خبرې کړې چې کاناډا دې د امریکا برخه شي، بلکې کله کله یې د دغه هېواد لومړی وزیر جسټن ټروډو د لومړي وزیر پر ځای والي بللی دی.