تهران: د ایران، روسیې او چین سمندري ځواکونه به په چابهار کې ګډ پوځي تمرینات پیل کړي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۰

د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې روانه اونۍ به د ایران، روسیې او چین هېوادونو سمندري ځواکونه خپل پوځي تمرینات ترسره کړي؛ ترڅو خپلمنځي همکاریو ته وده ورکړي.

تسنیم خبري اژانس که څه هم د دغو تمریناتو نېټه نه ده په ډاګه کړې؛ خو ویلي یې دي چې کېدای شي دغه پوځي تمرینات د راتلونکې سې شنبې په ورځ د ایران په سوېل ختیځ په چابهار بندر کې پیل شي.

د دغه اژانس په وینا، تمه کېږي چې په دغه پوځي تمریناتو کې د چین او روسیې د سمندري ځواکونو جنګي بېړۍ او همدارنګه د ایران د سمندري ځواکونو او د سپاه پاسداران انقلاب جنګي بېړۍ ګډون وکړي.
اژانس زیاتوي، د دغه تمریناتو موخه په سیمه کې د امنیت ټینګښت او د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د څو اړخیزو همکاریو پراخول دي.

بل خوا د چین دفاع وزارت ویلي، چې له تمریناتو وروسته به یو ویجاړونکې او اکمالاتي بېړۍ هم ځای پر ځای کړي.
د ایران پوځ تر دې وړاندې هم د فبرورۍ په میاشت کې په ورته سیمه کې پوځي تمرینات ترسره کړي وو، چې موخه یې د هر ډول ګواښ په وړاندې دفاعي وړتیا پیاوړي کول وو.

نور خبرونه

رادیو