چین له پاکستان د دوه میلیارد ډالره پور اخیستلو موده یو کال نوره هم وغځوله

AP ۱۴۰۳ کب ۲۰

د پاکستان د مالیې وزارت سلاکار وايي، چین دغه هېواد ته د دوه میلیارد ډالرو ور کړي پور د ترلاسولو موده یو کال نوره هم غځولې ده.

چین تېر کال هم د دې پور موده یو کال غځولې وه او پاکستان ته پکار و، چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۴ یې بېجینګ ته دا پور ور کړی وی.

خو د پاکستان د مالیې وزارت سلاکار خرم خرم شهزاد دا خبره له بلومبرګ نیوز سره په مرکه کې کړې، چې دا نېټه د یو بل کال لپاره نوې شوې ده.

چین د لار او کمربند پروژې له مخې په پاکستان کې میلیاردونه ډالره پانګونه کړې او هم یې دغه هېواد ته پور ور کړی دی.

پاکستان ته د چین د دوه میلیارد ډالرو پور یو کال موده اوږدولو سره هممهاله د پیسو نړیوال صندوق اسلام اباد ته د خپل ور کړي اوه میلیارده پور لومړنۍ بیا کتنه کوي.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې، پانګوال دا کتنه له نږدې څاري او اقتصادي سمون کې د پرمختګ په سترګه ورته ګوري.

نور خبرونه

رادیو