مارکو روبیو له محمد بن سلمان سره په لیدنه کې د اوکراین خبرو ته خوشبیني ښودلې

AP ۱۴۰۳ کب ۲۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره له اوکرایني چارواکو سره تر خبرو مخکې د جدې په ساحلي ښار کې وکتل او د اوکراین په اړه خبرو ته یې خوشبیني وښوده.

روبیو له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د واشنګټن او کییف ترمنځ د کانونو د معاملې په اړه لا نور جزییات پاتې دي.

نوموړي د پلان شوې غونډې په اړه خوشبیني څرګنده کړه.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار مایک والټز به د سې شنبه په ورځ د اوکراین له لوړپوړي پلاوي سره وګوري.

مارکو روبیو وویل، چې واشنګټن اړتیا لري څو د کییف دریځ درک کړي او عمومي نظر ترلاسه کړي چې دوی به کوم امتیازات ورکړي.

د سعودي په ریاض کې د اوکراین د شخړې د ختمېدو په موخه له روسیې سره خبرې روانې دي چې سعودي عربستان یې کوربتوب کوي.

نور خبرونه

رادیو