د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع ټینګار کړی، چې حکومت به یې هېڅ کورني یا بهرني ځواک ته اجازه ور نه کړي چې سوریه ګډوډۍ او کورنۍ جګړې ته ټېل وهي.
الشرع د یکشنبې په ورځ د «کب ۱۹مه» په یوه ویډیویي وینا کې وویل، چې ځینو کړیو هڅې پیل کړې؛ څو سوریه کې کورنۍ جګړې رامنځته کړي.
له دې وړاندې د سوریې یوه امنیتي چارواکي ساجد الدیک د لبنان حزبالله او ځیني بهرني هېوادونه تورن کړي و، چې د سوریې وروستیو ناکراریو ته لمن وهي.
ساجد الدیک چې د لاذقیې د امنیت مسوول دی، العربیه ټلوېزیون ته ویلي چې حزبالله او بهرني هېوادونه د بشار الاسد د رژیم له پاتې شونو سره مرسته کوي.
د سوریې د اطلاعاتو وزارت هم د «کب ۱۸مه» اعلان کړی و، چې ایران د اسد د پلویانو تحریک ته دوام ورکوي.
د احمد الشرع تازه څرګندونې داسې مهال راځي، چې لا هم د سوریې په ساحلي سیمو کې وسلهوالې نښتې روانې دي چې پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
احمد الشرع په خپله وینا کې زیاته کړه، چې د «پخواني رژیم پاتې شوني» بله لار نه لري؛ پرته له دې چې بې قید و شرطه تسلیم شي.
هغه ټینګار وکړ، هر هغه څوک به محاکمه کېږي چې ملکي وګړو ته یې زیان رسولی وي.
همدارنګه الشرع وویل، چې یو «خپلواکه کمېټه» به جوړېږي؛ څو د سوریې په ساحلي سیمو کې د وروستیو خونړیو نښتو پلټنه وکړي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې (سوري څارونکي) په وینا، په دې وروستیو نښتو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
د سوریې د نوي حکومت ځواکونه د «کب ۱۶مه» وروسته له هغې له علوي لاریونوالو سره په جګړه اخته شول، چې د بشار الاسد د رژیم اړوند ملېشو پرې مرګوني بریدونه وکړل.
دغه جګړه لا هم له څلورو ورځو تر تېریدو وروسته دوام لري.
رویټرز خبري اژانس د «کب ۱۹مه» راپور ورکړی، چې دغه تاوتریخوالی د سوریې د اوسني اسلامپال حکومت وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي چې ایا دا حکومت کولای شي هېواد په سولهییزه بڼه اداره کړي او ټول خلک یو موټی وساتي.
ویل شوي، چې په دغه تاوتریخوالي کې لسګونه علوي نارینه په یوه کلي کې وژل شوي دي.
احمد الشرع لا له وړاندې د «کب ۱۷مه» د علویانو پر ضد د عملیاتو ملاتړ کړی و؛ خو ټینګار یې کړی و چې امنیتي ځواکونه باید له حده زیات عکسالعمل ونه ښيي.
هغه وویل: «هغه څه چې موږ له دښمنانو جلا کوي، خپلو ارزښتونو ته زموږ ژمنتیا ده».
الشرع دا هم ویلي و، چې له ملکي وګړو او اسیرانو سره باید هیڅ ډول بد چلند ونه شي.
د سوریې د اطلاعاتو وزارت د «کب ۱۸مه» اعلان وکړ، چې حکومتي ځواکونو د لاذقیې او طرطوس ښارونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي او په کلیوالو سیمو کې یې د تصفیې عملیات دوام لري.