پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري خبر ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په چنارک سیمه کې وسلهوالو پر پاکستاني ځواکونو برید کړی چې درې عسکر یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
په راپور کې راغلي، چې وسلهوالو بریدګرو د یکشنبې سهار د (کب ۱۹مه) پر پاکستاني ځواکونو مخامخ بریدونه وکړل.
دغه بریدونه د کورمې ولسوالۍ د علیزۍ او پاړه چنار سیمې ترمنځ په چنارک سیمه کې شوي دي. که څه هم لا تر اوسه پورې کومې وسلهوالې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی؛ خو په دې وروستیو کې «ټيټيپي» په یاد ایالت کې خپل بریدونه ډېر کړي دي.
هممهاله په کورمه کې د سنیانو او شعیه مذهبو ترمنځ هم د ځمکو او غرونو د وېش پر سر له تېرو څلور میاشتو راهیسې وخت ناوخت شخړې کېږي.
دغه کړکېچ هم په سیمه کې د نا امنیو د پراخېدو یو لوی لامل بلل کېږي.
د شمالي او سویلي وزیرستان په ګډون د خېبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو څخه هره ورځ د «ټيټيپي» وسلهوالو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو خبرونه ترلاسه کېږي او دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلو د اوښتو ادعاوې کوي.
له دې سره هممهاله د پاکستان پوځ تازه ادعا کړې، چې د خېبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې یې د «ټيټيپي» درې وسلهوال په یو لړ استخباراتي عملیاتو کې وژلي دي.
«ټيټيپي» د مارچ په ۷مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د وسلهالو بریدونه موخه یوازې پاکستاني امنیتي ادارې او د دوی لاسپوڅي دي.
خبرپانه کې زیاته شوې، چې د پاکستان دننه سیاسي او مذهبي ګوندونه د دوی په وسلهوالو هدفونو کې نه راځي.
وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان واګی ترلاسه کړ او ورسره هممهاله پاکستاني طالبانو هم سترګې وکړې او د خېبر پښتونخوا په ګډون یې په بلوچستان کې خپل وسلهوال فعالیتونه چټک کړل.
د خېبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، چې غواړي په خپل ایالت کې د نا امنیو د مخنیوي او کمېدو لپاره له افغان طالبانو سره مذاکرات وکړي؛ خو د پاکستان مرکزي حکومت ورسره همکاري نه کوي.
د خېبر پښتونخوا ځیني سیاستوال د پاکستان مرکزي حکومت تورنوي، چې په دغه ایالت کې یې نا امنیو ته په لوی لاس زمینه برابره کړې او د پوځ د ناکاره تګلارو له کبله پښتونخوا د ترهګرۍ په اور کې سوځي.
د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر اېمل ولي خان هم تازه خبرداری ورکړی، چې د پاکستان له لوري امریکا ته د داعش ترهګرې ډلې د یوه غړي «محمد شریف الله» سپارل کېدل به یو ځل بیا پښتونخوا د ترهګرۍ قرباني کړي.