ملګري ملتونه: سوریه کې د ملکي وګړو وژنه باید ژر تر ژره ودرول شي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۹

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د ټولو کورنیو د وژل کېدو راپورونه "ډېر اندېښمنونکي" دي.

دوی د ملکي کسانو د وژنې د مخنیوي او په سمه کې د تاوتریخوالي د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک د وژنو په اړه د چټکو پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې مسوول کسان باید محاکمه شي.

د سوریې د امنیتي ځواکونو او د پخواني حکومت د وفادارانو تر منځ د پنجشنبې په ورځ د علوي اقلیت په زړه کې چې له واکه لرې شوي ولسمشر بشارالاسد پورې اړه لري، نښتې پیل شوي او له هغې وروسته د ډله ییزو وژنو راپور ورکړل شوی.

ترک په یوه بیان کې وویل: "د ناپېژندل شویو مرتکبینو، د سرپرست چارواکو د امنیتي ځواکونو د غړو او همدارنګه د پخواني حکومت سره د تړلو عناصرو له خوا په فرقه ییزه توګه د اعدامونو راپورونه شتون لري."

هغه وویل، چې "موږ د ښځو، ماشومانو او د جنګیالیو په ګډون د ټولو کورنیو د وژل کېدو ډېر اندېښمنونکي راپورونه ترلاسه کوو" او غوښتنه یې وکړه چې "د سوریې په شمال لوېدیځ ساحلي سیمو کې د ملکي وګړو وژنه باید سمدستي ودرول شي."

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د یکشنبې په ورځ د ملي یووالي او سولې غوښتنه وکړه، خو ترک وویل چې د هېواد د چارواکو له خوا د قانون د درناوي په اړه اعلانونه باید د سوریې د ساتنې لپاره د عمل تعقیب شي او د سرغړونو لپاره حساب ورکول یقیني کړي.

په همدې حال کې د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر دغه نښتې د ژورې اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي، چې دې نښتو په مستقیم ډول د خلکو پر روغتیا اغېز کړی، ځکه روغتیايي مرکزونه او امبولانسونه زیانمن شوي دي.

نور خبرونه

رادیو