روسیې د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې د کرسک او همدا ډول د اوکراین په ځینو ختیځو سیمو کې یې د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د درېیو مېشت ځایونو کنټرول ترلاسه کړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت د یوې اعلامیې له مخې، روسي ځواکونو د کرسک په سرحدي سیمه کې د لیبیدیفکا کلی بېرته نیولی، چېرې چې اوکراین د تېر کال په اګست کې یرغل پیل کړ.
دا کلی د سودزا ښار د شمال لوېدیځ په لس کیلومترۍ کې موقعیت لري.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د دوی ځواکونو د اوکراین په شمال ختیځ سومي سیمه کې د نوینکي کلي کنټرول هم ترلاسه کړی، چې د لیبیډیفکا سویل لوېدیځ شاوخوا شپږ کیلومټره او د روسیې له پولې شاوخوا یو کیلومتر لرې موقعیت لري.
تر دې مخکې د اوکرایین لوی درستیز ادعا کړې وه، چې د کوستیانتینوپیل په ګډون دوو مېشت ځایونو ته نږدې د نووپاولیوکا په محاذ کې یې شپږ بریدونه شنډ کړي.
د شنبې په ورځ د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه، چې ځواکونو یې د کرسک په سیمه کې د ویکتوروفکا، نیکولایفکا او ستارایا سوروچینا کلي بېرته نیولي دي.
اوکرایني چارواکو تر اوسه د روسیې د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.