امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د ترهګرۍ د زیاتېدو له کبله دې پاکستان ته نه ځي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۹

د امریکا د بهرنیو چار وزارت خپلو وګړو ته د سفري لارښوونو په ترڅ کې خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ او نا امنۍ له امله دې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

په دغه خبرداري کې ویل شوي، چې امریکایان باید بلوچستان او خېبر پښتونخوا ته په ځانګړي ډول قبایلي سیمو ته له سفرونو بېخي ډډه وکړي؛ ځکه هلته وسله‌وال بریدونه او نا امنۍ ډېرې شوې دي.

دغه راز امریکايي وګړو ته ویل شوي، چې د هند او پاکستان پولې ته نږدې سیمو ته هم ولاړ نه شي؛ ځکه هلته هم د جګړې او ترهګرۍ ګواښونه شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي: «ترهګر لا هم په پاکستان کې د بریدونو پلانونه لري. په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې وخت ناوخت لوی بریدونه کېږي او کوچني بریدونه هم ډېر عام دي.»

دغه وزات زیاته کړې: «ترهګر پاکستان کې اکثره ملکي خلک، پولیس او امنیتي ځواکونه په نښه کوي. هغوی پرته له خبرتیا پر بازارونو، هوایي ډګرونو، ښوونځیو، روغتونونو، جوماتونو او دولتي دفترونو بریدونه کوي. ان امریکايي ډېپلوماټان هم له دغو بریدونو سره مخ شوي دي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د پاکستان امنیتي وضعیت بې‌ ثباته دی او هر وخت بدلېدای شي؛ خو په لویو ښارونو لکه اسلام‌ اباد کې امنیتي ځواکونه شته، چې بېړنیو حالاتو ته ځواب ورکولی شي.

امریکایانو ته همدا راز لارښوونه شوې، چې د هند او پاکستان پولې ته نږدې سیمو ته ولاړ نه شي؛ ځکه چې وسله‌والې ډلې هلته هم فعالې دي او د دواړو هېوادونو د کرښې د کنټرول(LoC) پر سر یې ډېر شمېر پوځیان ځای پر ځای کړي‌ دي.

امریکا خپلو وګړو ته ویلي، چې یوازینۍ رسمي سرحدي لاره د واګه پوله ده چې پاکستان د پنجاب ایالت له لارې له هندوستان سره نښلوي.

همدا راز د بلوچستان په اړه د امریکا خبرداری وايي: «بلوچستان ته مه ځئ. هلته وسله‌والې ډلې بریدونه کوي او ملکي خلک، مذهبي لږکي، دولتي دفترونه او پاکستاني ځواکونه په نښه کوي.»

همداراز د امریکا وګړو لپاره په دې امنیتي خبرداري کې ویل شوي، چې وسله‌والې ډلې په پاکستان کې د پولیو واکسین ټیمونه، پولیس او پوځیان هم په نښه کوي او د انسان تښتونې پېښې هم ډېرې کېږي.

نور خبرونه

رادیو