د هند د کرناټکا ایالت د کوپال ولسوالۍ په انیګونډي سیمه کې، چې د خپلې طبیعي ښکلا او تاریخي ارزښت له امله مشهوره ده، درې ځايي ځوانانو د مارچ پر۶مه د شپې مهال پر سیلانیانو برید کړی، چې یوه اسراییلۍ اویوه هندوه سیلانیانې یې جنسي تیري ته اړ ایستې دي.
پولیسو د شنبې په ورځ وویل، چې د اډیشا ایالت د۲۶ کلن سیلاني بیباش مړی له کانال څخه ایستل شوی. دغه برید د یونسکو د تاریخي میراث سیمې «هامپي» ته نږدې د تونګابهادرا سیند بلې غاړې ته د ګنګاوتي ښار ترڅنګ شوی.
د کوپال پولیسو د شنبې په ورځ دوه تورن کسان، سای چیتن او مالیش، چې د ګنګاوتي سیمې اوسیدونکي دي، نیول شوي دي.
د پولیسو مشر ډاکټر رام ارسیدي ویلي، چې د درېیم کس د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
پولیس وايي، د شپې شاوخوا لس نیمې بجې څلور سیلانیان؛ یو امریکایی سړی، یوه اسراییلۍ ښځه او دوه هندي نارینه له خپلې ځايي هندۍ لارښودې سره د تونګابهادرا کانال ته نږدې د ستوریو د لیدو لپاره راټول شوي وو.
ځايي لارښودې ښځې، چې د سیلانیانو د استوګنځای مسووله ده، پولیسو ته شکایت کړی، چې درې ځوانان په موټرسایکل راغلل، له سیلانیانو یې د ۱۰۰ هندي روپیو غوښتنه وکړه او کله چې هغوی ورنه کړې، برید یې پرې وکړ.
بریدګرو درې نارینه سیلانیان د کانال اوبو ته وغورځول، چې دوه یې له کانال نه په راوتلو بریالي شوي. له دې وروسته، بریدګرو پر اسراییلي ښځې او د سیمې پر لارښودې ښځې جنسي تیری وکړ او له سیلانیانو یې ۹۵۰۰ روپۍ او دوه موبایلونه هم تښتولي.
د ښځې شکایت لیک ښيي، چې کله هغوی چیغې وهلې نو بریدګر په موټرسایکل وتښتېدل.
امریکايي سیلاني توانېدلی و، چې د ناشیک ښار هندی سیلانی هم له اوبو وژغوري، خو د بیباش درک ونه لګید.
پولیس وایي، بریدګر د ۲۰ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمر لري او په کنړا او تیلګو ژبې یې خبرې کولې.
د کرناټکا ایالت سروزیر سدارامیا په یوه پوسټ کې دا برید وحشیانه پېښه بللې، او ویلي یې دي، چې پولیسو ته یې امر کړی، څو ژر تر ژره عاملین ونیسي.
تر اوسه دوه کسان نیول شوي او پولیس د درېیم تورن د نیولو په هڅه کې دي.