په داسې حال کې چې منځګړو په غزه کې د ۴۲ ورځو اوربند د غځولو لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړی؛ اسراییل او د حماس ډلې د اوربند د خبرو بل پړاو ته چمتووالی اعلان کړی دی.
حماس څو ورځې وړاندې په قاهره کې د مصر له امنېتي چارواکو سره د خپلو استازو خبرو ته په اشارې په غزه کې د اوربند د دویم پړاو او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو لپاره د خبرو د سملاسي پیل غوښتنه وکړه.
د حماس ویاند عبداللطیف القانو ویلي:« موږ د خبرو اترو په دویم پړاو کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی په داسې حال کې منو، چې زموږ د خلکو غوښتنې پوره شي او موږ غواړو د غزې د تړانګې د مرستو او د خپلو ځورېدلو خلکو د کلابندۍ د ختمولو لپاره هڅې ګړندۍ کړو.»
بل خوا د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر هم اعلان کړی، چې هېواد یې د امریکا په ملاتړ د منځګړو بلنه منلې او د دوشنبې په ورځ به د خبرو اترو پرمخ وړلو لپاره شل کسیز پلاوی دوحې ته واستوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حماس ډلې یو پلاوی له مصري منځګړو سره په خبرو بوخت دی.
د قطر ترڅنګ مصر هم د دغه خبرو اترو په برخه کې مرسته کړې ده.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي مخکې ویلي و، چې قاهرې د اسراییل او غزې تر منځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې د حکومتولۍ لپاره د خپلواکو، مسلکي فلسطیني تخنیکرانو د یوې اداري کمېټې د جوړولو په برخه کې له فلسطینیانو سره په همکارۍ کار کړی دی.
مذاکره کوونکي اړخونه په پام کې لري، چې د غزې د اوربند د هوکړې بل پړاو ته ننوځي چې د غزې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
په غزه کې د اوربند تړون د جنورۍ میاشتې په ۱۹مه جګړه ودروله او په دویم پړاو کې باید په غزه کې پاتې ۵۹ یرغمل شوي بندیان خوشې شي او د جګړې د پای ته رسولو پر وروستي پلان خبرې وشي.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، د اسراییل په بریدونو کې تر دې دمه له ۴۸ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
دغه بریدونه وروسته له هغه پیل شول، چې د حماس په مشرۍ وسلهوالو د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په ۷مه نېټه په سویلي اسراییل برید وکړ چې د اسراییل د شمېرو له مخې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او۲۵۱ یې یرغمل کړل.