د اسراییل د انرژۍ وزیر غزې ته د برېښنا د پرې کولو امر کړی دی

AP ۱۴۰۳ کب ۱۹

په حماس د اسراییل د فشارونو په دوام د اسراییل د انرژۍ وزیر ایلی کوهن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هېواد به یې غزې ته د برېښنا رسولو مخه ونیسي.

دا پرېکړه یوه اونۍ وروسته له هغه کېږي، چې اسراییل په جګړه ځپلې سیمه کې له دوه میلیون څخه زیاتو خلکو ته ټولې مرستې بندې کړې.

د اسراییل د انرژۍ وزیر په یوه نوي لیک کې د دغه هېواد د برېښنا له شرکته غوښتي، چې غزې ته د برېښنا د پلور مخه ونیسي.

اسراییل تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د غزې خلکو ته د ټولو مالونو د لاسرسي له بندولو وروسته ښايي اوبه او برېښنا هم پرې شي.

دا عمل د غزې په خلکو باندې ژوره اغېزه لري، چې د څښاک اوبو رسولو او برېښنا ته اړتیا لري.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي، چې اسراییل هڅه کوي څو په حماس فشار راوړي چې دغه ډله مجبوره کړي، د اوربند د لومړي پړاو تمدید ومني.

دا په داسې حال کې ده، چې دا پړاو تېره اوونۍ پای ته ورسېد.

اسراییل غواړي، چې د حماس څخه د پاتې نیمایي یرغمل خوشې کړي او په بدل کې د دایمي اوربند د رامنځته کولو لپاره خبرو اترو ته داخل شي.

له بلې خوا حماس د اوربند د دویم پړاو په اړه د خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې، چې په کې د ټولو پاتې یرغمل شویو خوشې کول، له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو وتل او د دایمي سولې لاس ته راوړل شامل دي.

اټکل کېږي، چې حماس ۲۴یرغمل شوي او د ۳۵ نورو جسدونه هم له ځان سره لري.

حماس د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د مصر په منځګړیتوب د اوربند د خبرو وروستی پړاو بې پایلې پای ته رسېدلی دی.

دغه ډله لا هم د اوربند د دویم پړاو پر سمدستي پیل ټینګار کوي.

غزه د جګړې له امله ویجاړه شوې او دا مهال د اړتیا وړ برېښنا له جنراتورونو او لمریزې برېښنا څخه چمتو کوي.

اوسني اوربند د اسراییل او حماس تر منځ تر ټولو خونړۍ او ویجاړونکې جګړه بنده کړې ده.

دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه، چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د اسراییل پر سوېلي سیمو برید وکړ.

د اوربند په لومړي پړاو کې ۲۵ ژوندي یرغمل شوي او د اتو تنو جسدونه اسراییل ته وسپارل شول او په بدل کې یې شاوخوا دوه زره فلسطینیان د اسراییل له خوا خوشې شول.

اسراییلي ځواکونه د غزې دننه د بفر زونونو ته شا شوي او په سلګونو زره بې ځایه شوي فلسطینیان د جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره شمالي غزې ته راستانه شوي دي.

په دې موده کې هره ورځ سلګونه لارۍ چې بشري مرستې یې لېږدولې غزې ته راتلل، خو اسراییل اوس دغه مرستې هم بندې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو