د زېلنسکي تازه غوښتنه: نړۍواله ټولنه باید پر روسيې بندیزونه لا زیات او پراخ کړي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۹

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي د شنبې په ورځ له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې پر روسیې نور سخت بندیزونه ولګوي.

دغه غوښتنه وروسته له هغې وشوه، چې د روسیې د هوایي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۴ اوکراینیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي، د جمعې ناوخته د روسیې یو برید د اوکراین د ختیځ دونتسک ولایت په دوبروپیلیا ښار کې شوی چې ۱۱ کسان پکې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

همداراز د ختیځ خارکیف ولایت د پوځي ادارې مشر اولېګ سینه‌ ګوبوف ویلي، چې د شنبې سهار د روسیې یو ډرون برید د بوګودوخیو ښار کې ۳کسان وژلي او ۷ تنه یې ټپیان کړي دي.

راپورونه کاږي، چې روسیې پر بوګودوخیو ښار ۲ توغندي او ۱۴۵ ډرون الوتکې وېشتلې دي.

دغه بریدونه وروسته له هغې شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ چې پر روسیه به نور بندیزونه او تعرفې ولګوي؛ خو په ورته وخت کې یې ویلي، چې له مسکو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې کول د اوکراین پرتله «اسانه» دي. 

ولسمشر زېلنسکي د خپل ټیلیګرام کانال له لارې ویلي: «دغه ډول بریدونه څرګندوي، چې د روسیې موخې نه ‌دي بدلې شوې؛ نو ځکه دا مهمه ده چې د خلکو د ژغورنې لپاره خپل هوایي دفاعي سېسټم پیاوړی کړو او پر روسیې نور بندیزونه هم ولګول شي».

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ له خپل اوکرایني سیال اندري سیبیها سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

روبیو دغو ټلېفوني خبرو کې ویلي، ولسمشر ټرمپ هوډ لري چې د روسیې او اوکراین جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو