زلمی خلیلزاد: خامنه‌یي باید هوښیار اوسي او ډیپلوماسي غوره کړي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۸

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ایران په اړه د ټرمپ له څرګندونو وروسته ویلي:« توپ اوس د ایران په میدان کې دی، خامنه‌یي باید هوښیار اوسي او ډیپلوماسي غوره کړي.»

ټرمپ تر دې وړاندې ويلي و، چې د تهران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره د خبرې اترې غوره لار بولي.

نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، د ایران په اټومي تاسیساتو برید او خبرو اترو ترمنځ د لومړۍ ټاکنې زیانونو ته په کتلو سره؛ ولسمشر ټرمپ سمه پریکړه کړې ده، «وبه ګورو چې څه کېږي.»

زلمی خلیلزاد دغه څرګندوې وروسته له هغه کوي چې، د امریکا ولسمشر ټرمپ تېره ورځ د فاکس بېزنس سره په مرکه کې ویلي و چې خامنه‌یي ته یې لیک استولی او ویلي دي چې د تهران سره د هوکړې لپاره خبرې غوره لار بولي؛ ځکه ایران باید اټومي وسلې ونلري.

د ایران ستر مشر علي خامنه‌يي ته د ډونالډ ټرمپ د لیک تر خبر مخکې بلومبرګ راپور ورکړی و، چې ټرمپ له ولسمشر پوتین سره وروستیو ټلیفوني خبرو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د روسیې د منځګړتوب غوښتنه کړې ده.

خو رویټرز د یوې امریکايي سرچینې له قوله وايي، چې مسکو د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د منځګړتوب وړاندیز کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د امریکا د سنا او استازو جرګې د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو استازو یوې ډلې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره ټینګار کړی و، چې متحده ایالات، اسراییل او د دوی شریکان او متحدین باید د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د ګواښ سره د مقابلې لپاره ټول وړاندیزونه په خپل مېز کېږدي.

خو د ایران اسلامي جمهوریت تل دا ادعا کړې، چې د اټومي وسلو په لټه کې نه دی او یوازې غواړي چې سوله‌ییزې علمي څېړنې ترسره کړي.

د ډونالډ ټرمپ تر لومړنۍ ادارې مخکې د بارک اوباما په واکمنۍ کې له ایران سره شپږو قدرتونو په ۲۰۱۵کال کې د اټومي وسلو په برخه کې تړون لاسلیک کړ؛ خو ښاغلي ټرمپ په واکمنېدو سره د هغه تړون مخالفت وکړ.
ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړون په دې پلمه ووت، چې ګوندې ایران خپلو وسلو پراخولو ته دوام ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو