پاکستان د خپلو زهرو دام کې؛ «ټي‌ټي‌پي» د نړۍ په خطرناکو او خونړیو ترهګرو ډلو کې شمېرل کېږي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۸

د یوې هندي رسنۍ ده ټایمز اف اېنډیا د راپور له مخې، پاکستان د ترهګرۍ له سختې څپې سره مخ شوی او په دغه هېواد کې د «ټي‌ټي‌پي» په نوم وسله‌واله ډله د نړۍ د خونړیو ترهګرو په ډله کې راغلې.

د ۲۰۲۵ کال د ترهګرۍ د نړۍوال شاخص له مخې، دغه پاکستاني طالبان د سیمې لپاره یو له تر ټولو لویو ګواښونو څخه ګڼل کېږي.

راپور ښیي، چې په ۲۰۲۴ کال کې څلور تر ټولو خونړۍ ترهګرې ډلې داعش (IS)، جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (JNIM)، د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او الشباب وې، چې د دې ډلو بریدونو کې ۴۲۰۴ کسان وژل شوي چې دا شمېره د تېر کال پرتله ۱۱ سلنه زیاته شوې ده.

د «ټي‌ټي‌پي» د بریدونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۹۰ سلنه زیات شوی او ۵۵۸ ته رسېدلی دی، چې دا د دې ډلې د پراخېدونکي او زیاتېدونکي تاوتریخوالي ښکارندويي کوي.

پاکستان د ترهګریزو بریدونو مرکز

دغه هندۍ رسنۍ لیکلي، پاکستان د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې دویم هغه هېواد دی چې ډېر ترهګریز بریدونه پکې شوي دي، چې د وژل شویو کسانو شمېر پکې « ۴۵ سلنه زیات شوی او ۱۰۸۱ تنو» ته رسېدلی.

په افغانستان کې د‌ طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې ترهګري پراخه شوې، چې د ۲۰۲۱کال راهیسې په بریدونو کې پنځه چنده زیاتوالی راغلی دی.

خېبر پښتونخوا د «ټي‌ټي‌پي» د بریدونو تر ټولو ډېر قرباني ایالت دی، نږدې ۹۶سلنه بریدونه د پښتنو په همدې سیمه کې شوي دي.

په ۲۰۲۴ کال کې یاده وسله‌واله ډله د «۴۸۲ بریدونو» مسووله بلل شوې چې پکې «۵۵۸ کسان وژل» شوي او د نړۍ درېیمه خونړۍ ترهګره ډله ګڼل شوې ده.

د «ټي‌ټي‌پي» موخې او تکتیکونه

د راپور پر بنسټ دغه ډله تر ډېره د پاکستان پولیس او پوځ په نښه کوي، چې «۵۱ سلنه بریدونه یې د پولیسو پر ضد او ۱۶ سلنه بریدونه یې د پوځ» پر ضد ترسره کړي. ملکي وګړي هم له بریدونو خوندي نه دي، د دې ډلې «۱۶سلنه بریدونه او ۱۹ سلنه وژل شوي کسان» ملکي خلک دي.

د ټي‌ټي‌پي عمده تکتیک وسله‌وال بریدونه دي، چې د دغې ډلې د بریدونو دوه پر درېیمه برخه جوړوي. د بمباریو بریدونه هم د ۲۰۲۳ کال په پرتله درې چنده زیات شوي دي.

ټي‌ټي‌پي چې د «پاکستاني طالبانو» په نوم هم پېژندل کېږي، په ۲۰۰۷ کال کې رامنځته شوه.

دغې ډله د افغانستان له طالبانو سره ورته اېډیالوژي لري او هدف یې د پاکستان د حکومت پر ضد جګړه کول دي.

«ټي‌ټي‌پي» پر ډیورنډ کرښې د پښتونخوا ورڅېرمه سیمو کې فعالیت لري او د کوچنیو وسله‌والو ډلو ټولګه ده. د ۲۰۱۴ کال د ډېسمبر خونړي برید، چې «۱۴۱ ماشومان پکې وژل شوي وو» څخه وروسته د پاکستان حکومت د «ملي اقدام پلان NAP» پیل کړ.

په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان د «عزم استحکام» پوځي عملیات پیل کړل، چې موخه یې د «ټي‌ټي‌پي» د مشرانو له منځه وړل وو؛ خو دا عملیات له دې کبله له نیوکو سره مخ شول، چې ملکي وګړو ته پکې د مرګ اوښتې مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شول.

« ده ټایمز اف اېنډیا کاږي» سره له دې چې پاکستاني طالبان هیڅ سیمه په بشپړه توګه تر خپل واک لاندې نه لري؛ خو لا هم د شمالي او سوېلي وزیرستان په ګډون د خېبر پښتونخوا په ځینو نورو غرنیو سیمو کې پراخ نفوذ لري، چې د دغې ډلې دوامداره فعالیت ته یې لاره برابره کړې ده.

نور خبرونه

رادیو