د سوریې د بشر حقونو څار ډله: د تېرو دوو ورځو جګړو کې ۱۲۵ ولسي وګړي وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۸

ګارډین ورځپاڼې د سوریې بشر حقونو د څار ډلې له حوالې راپور ورکړی، چې د سوریې په شمال لویدیځ کې د بشارالاسد پلویانو او د حکومتي ځواکونو د نښتو په ترڅ کې ۱۲۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سوریې بشر حقونو د څار ډلې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې ليدل کېږي ۴۰ تنه په ډله‌ییزه توګه د حکومتي ځواکونو له‌خوا وژل کېږي.

دغه ډله چې د سوریې په جګړه کې د یوې معتبره څارونکې ډلې په توګه ګڼل کېږي ویلي، دوی دغه عامه وژنه مستند کړې ده.

د سوریې بشر حقونو د څار ډله وایي، په ویډیو کې ښکاري چې څنګه په المختاریه او لاذقیې سیمه کې ۴۰ تنه په داسې حال کې چې ښځې ژاړي او چیغې وهي؛ د حکومتي ځواکونو له‌خوا په ډزو وژل کېږي او دارنګه په یوه بله ویډیو کې کتل کېږي چې یو وسله‌وال د ملکي وګړو لاسونه ورتړي او په ډزو یې وژني.
ګارډین ورځپاڼه وایي، چې د سوریې د بشر حقوقو څار ډلې د ادعاوو او ويډیوګانو په تړاو د سوریې د کورنیو چارو له وزارته د ځانګړي نظر غوښتنه وکړه؛ خو د راپور تر خپرېدو پورې یې ځواب ترلاسه نکړ.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پېډرسن د جګړې د چټکتیا په صورت کې د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

پېډرسن په یوه خبرپاڼه کې وویل:« په څرګنده توګه د ټولو اړخونو څخه د زغم او د نړۍوال قانون سره سم د ملکي وګړو خوندیتوب ته د بشپړ درناوي غوښتنه کوم.»

بل خوا بیا د سوریې د کورنیو چارو وزارت یوه دولتي تلویزون ته ویلي، چې ځینې "انفرادي سرغړونې" شوې دي؛ خو دوی د دې سر غړونو د بندولو لپاره کار کوي او د یاد وزارت چارواکو د دغو وژنو مسوولیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

نور خبرونه

رادیو