حماس له ټرمپ غوښتي، چې له خوشې شویو فلسطیني بندیانو سره وګوري

AP ۱۴۰۳ کب ۱۷

د حماس د سیاسي څانګې ویاند له ټرمپ غوښتي، چې له خوشې شویو اسراییلي بندیانو سره له لیدنې وروسته له فلسطیني بندیانو سره وګوري.

الجزیرې د حماس د ویاند باسم نعیم له حوالې لیکلي، په داسې حال کې چې ټرمپ "په غزه کې د اسراییلي بندیانو د نه زغملو وړ کړاو" په اړه خبرې کوي؛ له ۹،۵۰۰ څخه ډېر فلسطینیان په اسراییل کې بندیان دي، چې له بنسټیزو حقونو بې برخې دي، د کورنیو د لیدو اجازه نلري او "رواني او فزیکي شکنجې" سره مخ دي.
هغه ویلي:« موږ ولسمشر ټرمپ ته بلنه ورکوو، چې د خوشې شویو فلسطیني بندیانو سره ورته درناوی وښيي او د دوی ستونزو ته د رسېدو او اورېدو لپاره وخت ځانګړی کړي.»
نعیم زیاته کړه، چې د وروستۍ جګړې له پیل راهیسې ۶۲ فلسطینیان د اسراییل په زندان کې مړه شوي.
له بل پلوه ټرمپ په مستقیم ډول حماس ته خبرداری ورکړی، چې په غزه کې ټول یرغمل شوي کسان سمدلاسه خوشې کړي.

خو حماس ویلي، چې د ټرمپ دغه ډول څرګندونې ښایي د بل پړاو اوربند خبرې پېچلې کړي.
تازه د امریکا ولسمشر منلې، چې یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي په دې وروستیو کې په غزه کې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه له حماس سره مستقیمې خبرې کړې دي.
ټرمپ خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې دا هڅې د اسراییل سره د مرستې په موخه دي او متحده ایالات به د بندیانو د خوشې کولو لپاره پیسې ورنکړي.

نور خبرونه

رادیو