ټرمپ د کاناډا له‌خوا پر لګول شوې تعرفې د ورته ځواب ګواښ وکړ

AP ۱۴۰۳ کب ۱۷

د رویټرز راپور پر بنسټ، د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا له خوا د امریکا د لبنیاتو او لرګیو پر محصولاتو د لوړې تعرفې د لګېدو له امله تونده نیوکه کړې او وايي چې دولت به یې سر له اوسه پر کاناډایي محصولاتو غچ‌اخیستونکې تعرفې ولګوي.

نوموړي د جمعې پر ورځ (مارچ ۷مه) په خپل کاري دفتر کې خبریالانو ته د خبرو پرمهال ګواښ کړی چې د کاناډا له‌خوا د لګول شوې تعرفې د نه‌کمېدو په صورت کې به دغه هېواد له ورته تعرفو سره مخ شي او په وینا یې، دا کار به سر له نن پیل شي او یا هم تر دوشنبې یا سې‌شنبې پورې صبر کوي.

د امریکا ولسمشر د هند لوړو تعرفو ته په اشارې وايي، دغه ورسره هوکړه کړې چې خپلې وارداتي تعرفې به کمې کړي.

ټرمپ خبریالانو ته وویل: «ما غوښتل له امریکايي تولیدونکو سره د اپریل تر دویمې مرسته وکړم. د اپرېل له دویمې وروسته به هرڅه متقابل ځواب ولري. هغوی چې له مونږ څه غواړي، بېرته یې ترې اخلو او دا ډېره مهمه مسله ده.»

ورته مهال د سپینې ماڼۍ لوړپوړي اقتصادي سلاکار کوېن هاسټ ویلي، ۲۵ تعرفې چې په جزوي ډول ځنډول شوي، لاهم پر خپل ځای پاتې دي ترڅو کاناډا او مکسیکو متحده‌ایالاتو ته د فنټانیل د ورتګ مخه ونیسي.

د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې نوموړي پرون د مکسیکو او کاناډا پر ځینو وارداتي توکو لګېدلې ۲۵ سلنه تعرفه د یوې میاشتې لپاره ځنډولې ده.

له دې وړاندې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د ټرمپ له‌خوا پر کاناډایي انرژۍ ۱۰ سلنه مالیه او پر نورو توکو ۲۵ سلنه مالیه «ستره تېروتنه» بللې وه او ویلي یې و چې کاناډا به یې ځواب ورکړي.

د یادونې ده چې له دې مخکې د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاورډ لټنیک ویلي و، ښایي د امریکا دریځ نرم شي او کاناډا او مکسیکو ته د ۲۵ سلنه تعرفو لپاره ځینې استثناوې رامنځته کړي.

نور خبرونه

رادیو