چین: غزه د فلسطین نه بېلېدونکې برخه ده

AP ۱۴۰۳ کب ۱۷

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، چې غزه د فلسطین د خلکو حق دی او «د فلسطین د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده».

هغه خبرداری ورکړی، چې د غزې د وضعیت هر ډول جبري بدلون به یواځې د سیمې بې ‌ثباتي نوره هم زیاته کړي.

وانګ یي ټینګار وکړ، چې د اسراییل او فلسطین د دوو جلا دولتونو جوړېدل باید لومړیتوب ولري. هغه وویل، چې بیجېنګ به د منځني ختیځ د خلکو د عدالت، سولې او پرمختګ لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو د وزیر له دغو څرګندونو داسې برېښي، چې ښایي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه پلان په ځواب کې وي؛ چې غواړي غزه د امریکا تر کنټرول لاندې راولي.

ټرمپ ویلي، چې واشنګټن غواړي غزه ونیسي او دغه سیمه له سره جوړه کړي.

ټرمپ همداراز وړاندیز کړی، چې د غزې اوسېدونکي دې نورو سیمو ته لکه مصر او اردن ته ولېږدول شي.

د ټرمپ دغه طرحه په نړۍواله کچه د پراخو نیوکو سره مخ شوې؛ خو د امریکا ولسمشر لا هم د دې پلان د عملي کولو ټینګار کوي.

نور خبرونه

رادیو