د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اېکس پاڼه لیکلي، پر دې کلک غور کوي، چې که روسیه له اوکراین سره اوربند او دایمي سولې ته حاضره نه شي نو ډېر بانکي او مالي بندیزونه به پرې ولګوي.
ټرمپ ويلي، چې روسيې په جګړه کې اوکراین ته سخت زیان اړولی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه له روسیې او اوکراین غوښتي، چې ژر تر ژر د سولې خبري پیل کړي.
نوموړي دواړو هېوادونو ته په یوه خبرداري کې ویلي، «مخکې له دې چې ناوخته شي، سملاسي مذاکرات پيل کړئ.»
نوموړی زياتوي: «که روسیه ژر تر ژره اوربند او دایمي سولې ته ونه رسیږي، نو د روسیې پر ضد به ستربانکي بندیزونو او تعرفې لګولو په اړه فکر وکم.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال ویلي و، چې د اوکراین او روسیې جګړه به ختموي.
پرون د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هم ویلي وه، چې اوکرایني مذاکرهکوونکي به په سعودي عربستان کې له امریکایي چارواکو سره لیدنه او خبرېاترې وکړي.
روسیې لا تر اوسه د ډونالډ ټرمپ دې خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.