هېګسټ د اوکراین په تړاو له روسیې څخه د واشنګټن ملاتړ «بې‌مانا او بې‌بنسټه» وباله

AP ۱۴۰۳ کب ۱۷

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ هغه تورونه چې ګواکې واشنګټن له روسیې ملاتړ کوي، رد کړي او «بې‌مانا» یې بللي دي.

رویټرز د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۶مه) د هېګسټ په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ اوکراین ته د سولې راوستو په لټه کې دی او غواړي پر دغه هېواد د روسیې یرغل پای ته ورسېږي.

هېګسټ د ټرمپ دولت له‌خوا د روسیې د ملاتړ په تړاو د نیوکې په ځواب کې ویلي چې د امریکا ولسمشر یوازې سوله غواړي او دا د روسیې د ملاتړ په مانا نه ده.

هېګست په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل: «رسنۍ د کیسو او روایتونو جوړونې ته لېواله دي، خو زموږ ولسمشر سولې ته لېواله دی او موخه یې د وژنو پای ته رسول دي.»

هغه همداراز وايي چې متحده‌ایالات د یو اړخ په توګه د دغه ناورین د بشپړ حل په لټه کې دی او زیاتوي چې له د روسیې د واشنګټن ملاتړ ادعاوې ټولې بې‌بنسټه دي.

ورته مهال، د برېټانیا دفاع وزیر جان هیلي هم له هېګسټ سره په غونډه کې ګډون او ټینګار یې کړی چې د اوکراین سولې حل لپاره خبرې‌اترې روانې دي.

هیلي ویلي چې د دې خبرواترو جزییات په نارسمي ډول او د بندو دروازو شاته کېږي او هیله‌‌من دی څو د بېلابېلو هېوادونو د همکارۍ له لارې اوکراین ته سوله راشي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په سعودي عربستان کې د اوکرایني مذاکره‌کوونکي امریکایي چارواکو له لیدنې خبر ورکړی و.

زېلېنسکي د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې د دې موضوع د مطرح کولو ترڅنګ زیاته کړې چې هغه یوې «مانالرونکې لیدنې» ته هیله‌من دی.

نور خبرونه

رادیو