د ټرمپ یوه جګپوړي چارواکي او دریو سرچینو ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره پلان لري، چې د شاوخوا ۲۴۰ زره هغو اوکراینیانو د لنډمهاله اوسېدو سندونه لغو کړي چې له روسیې سره د جګړې له امله امریکا ته تښتېدلي وو.
د رویټرز د راپور له مخې، د ټرمپ اداره هڅه کوي د هغو ۱۸سوه زره کډوالو د استوګنې اسناد لغو کړي چې د جوبایډن د ادارې پر مهال په امریکا کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې وه.
په یادو کسانو کې ۲۴۰زره اوکراینیان هم شامل دي.
د راپورونو له مخې دا اقدام به ژر او ښايي په اپریل میاشت کې پیل شي.
رویټرز د پنجشنبې په ورځ د ټرمپ ادارې د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړ چې اداره یې اراده لري چې د شاوخوا ۵۳۰۰۰۰ کسانو بشري ضمانت «پیرول» لغو کړي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې ټریشیا مک لافلین وايي، چې یاد وزارت تر اوسه په دې اړه هیڅ معلومات نه لري او همدارنګه سپینې ماڼۍ او په امریکا کې د اوکراین سفارت هم تر اوسه د ټرمپ د ادارې د یاد پلان په اړه څه نه دي ویلي.
ټرمپ د لنډ مهاله استوګنې پروګرامونه د جنوري په ۲۰مه د یوه فرمان له مخې پای ته ورسول.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن د خپل کار په وروستیو ورځو کې له یو میلیون څخه د زیاتو کډوالو د استوګنې جواز تمدید کړ.
د بایډن ادارې له خوا د روسیې او اوکراین له جګړو څخه تښتیدلو ۲۴۰ زره اوکراینیانو او ۵۳۰ زره نورو بهرنیانو او دغه راز پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ۷۰ زره افغانانو ته د کډوالۍ د ځانګړو پروګرامونو له لارې د ورتګ اجازه ورکړل شوه او هلته د مېشتېدو سندونه ورکړل شول.
د ټرمپ ادارې تیره میاشت د هغو کسانو د کډوالۍ اړوند غوښتنلیکونو پروسس کول ودرول چې د بایډن د ځانګړو پیرول پروګرامونو لاندې امریکا ته ورغلي.