د امریکا د کډوالۍ او تابیعت خدمتونو اداره د ټولو پناه‌غوښتونکو ټولنیزې رسنۍ ارزوي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۶

د فوربز مجلې د یوه راپور پر بنسټ، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره پلان لري څو د ټولو هغو کسانو ټولنیزو رسنیو اکونټونو ته چې د تابعیت، دایمي استوګنې یا کډوالۍ غوښتنه کوي، لاسرسی ومومي او ویې څېړي.

د فوربز مجلې دا راپور د چهارشنبې په ورځ خپور شوی او په‌کې راغلي چې د کډوالۍ ادارې چارواکو دا اقدام د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اجراییوي فرمان سره سم د پلي‌کېدو لپاره لازم بللی دی.

د نوموړې مجلې راپور زیاتوي چې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره د پناه‌غوښتونکو د ټولنیزو رسنیو معلومات د هویت تصدیق کولو، د ملي امنیت ګواښونو او د عامه خونديتوب د اروزنې په موخه راټولوي او څېړنه یې کوي.

د یادې مجلې راپور څرګنده کړې چې د پناه‌غوښتونکو دغه معلومات د امنیتي ارزونو او د ممکنه ګواښونو د مخنیوي لپاره په پام کې نیول شوي او په وینا یې، د کډوالۍ چارواکو دا اقدام د پناه‌غوښتونکو د لا بشپړې او فعالې ارزونې د ترسره‌کېدو لپاره دی.

د فوربز مجلې راپور وايي، چې دغه پلان د ټرمپ د دویم ځل ولسمشرۍ له لومړیو ورځو راهیسې له بهرنیو امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره یوه وسیله ګڼل کېده او اوس داسې ښکاري چې کډوالي هم د دې ګواښونو یو اړخ بلل کېږي.

ورته مهال یاده مجله وايي چې دغه پلان د عامه مشورې په پړاو کې دی او خلکو ته له تېرې چهارشنبې څخه تر ۶۰ ورځو پورې وخت ورکړل شوی څو د دغه نوي سیاست په تړاو خپل نظریات وړاندې کړي.

فوربز مجلې د امریکا د کډوالۍ او تابعیت خدمتونو ادارې په حواله ویلي چې د ټولنیزو رسنیو دا ارزونه دوی ته اجازه ورکوي څو د پناه‌غوښتونکي په بشپړه توګه وارزوي او ملي امنیت پر وړاندې د هر ډول ممکنه ګواښونو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ پر امریکا د واکمنېدو په لومړنیو ورځو کې د افغانانو په ګډون دغه هېواد ته د یو شمېر پناه‌غوښتونکو سفرکول د شاوخوا ۹۰ ورځو لپاره وځنډاوه.

د یادونې ده چې پر کډوالۍ د ټرمپ د بندیزونو سیاست نه یوازې د زرګونو افغان کډوالو ژوند اغېزمن کړی، بلکې د امریکا نړۍوالو بشري ژمنو ته یې هم قوي زیان رسولی دی.

نور خبرونه

رادیو