زېلېنسکي: اوکرایني او امریکايي چارواکي په سعودي عربستان کې د سولې په تړاو غږېږي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۶

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي چې اوکرایني مذاکره‌کوونکي به په سعودي عربستان کې له امریکایي چارواکو سره لیدنه او خبرې‌اترې وکړي.

زېلېنسکي د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۶مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې د دې موضوع د مطرح کولو ترڅنګ زیاته کړې چې هغه یوې «مانالرونکې لیدنې» ته هیله‌من دی.

د اوکراین ولسمشر لیکلي دي: «راتلونکې دوشنبه د سعودي عربستان له ولیعهد سره د لیدنې لپاره دغه هېواد ته سفر پلان شوی دی. له هغې وروسته به زما ټیم په سعودي عربستان کې پاتې شي څو زمونږ له امریکایي همکارانو سره کار وکړي.»

دا لیدنه سعودي عربستان ته د اوکراین ولسمشر د سفر په څنډه کې کېږي او ټاکل شوې نوموړی د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وګوري. سلمان له دې مخکې په سعودي عربستان کې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د غونډې اسانتیا برابره کړې وه.

ورته‌ مهال، د منځني ختیځ لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیف وېټکوف هم ویلي چې د روسیې او اوکراین جګړې پای ته رسېدو لپاره د سولې هوکړې په اړه له اوکرایني چارواکو سره خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ له اوکراینیانو سره په سعودي عربستان کې یوه غونډه وشي. هغه په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته د خبرو پرمهال وویل: «موږ اوس مهال له اوکراینیانو سره د یوې غونډې د همغږۍ په هکله خبرې کوو. ښايي دا غونډه په ریاض کې جوړه شي.»

دا امریکا او اوکراین استازو ترمنځ له مسکو سره د کییف د روانې جګړې په تړاو راتلونکې لیدنه وروسته له هغې کېږي چې شاوخوا یوه نیمه اونۍ مخکې د زېلېنسکي او امریکا ولسمشر لیدنه لفظي شخړې، خپګان او ان له سپینۍ ماڼۍ څخه د هغه تر پرېښودو ورسېده.

نور خبرونه

رادیو