په داسې حال کې چې د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فېبرورۍ په پیل کې د مکسیکو په ګډون د کاناډا او چین پر وارداتي توکو تعرفې ولګولې، نړۍوالې رسنۍ وايي چې نوموړي د مکسیکو پر یو شمېر وارداتي توکو لګېدلې ۲۵ سلنه تعرفه د یوې میاشتې لپاره ځنډولې ده.
اسوشیټېډپرېس د پنجشنبې پر ورځ (مارچ ۶مه) په یوه راپور کې زیاته کړې چې ټرمپ دا اعلان د مکسیکو له ولسمشرې کلاډیا شینباوم سره تر ټیلفوني خبرواترو وروسته کړی دی.
ټرمپ ویلي چې نوموړی د «یواېساېمسياې» تړون له مخې د مکسیکو پر وارداتي توکو لګېدلې ۲۵ سلنه تعرفه معافوي او په وینا یې، دا پرېکړه یې د دغه هېواد ولسمشرې کلاډیا شینباوم ته د اسانتیا په موخه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې ښې دي او دوی د سرحدي مسلو په تړاو ګډه همکاري کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاورډ لټنیک ویلي و، ښایي د امریکا دریځ نرم شي او کاناډا او مکسیکو ته د ۲۵ سلنه تعرفو لپاره ځینې استثناوې رامنځته کړي.