د ټرمپ مرستیال ته د برېټانیا لومړی وزیر: افغانستان او عراق کې مو ګډه جګړه کړې، مه یې هیروئ

AP ۱۴۰۳ کب ۱۶

د برېټانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر یوه غونډه کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډی ونس هغه څرګندونې غندلې، چې برېټانیایي ځواکونو په «تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې په هېڅ جګړه کې برخه نه ده اخیستې.»

سټارمر ویلي، چې برېټانیا افغانستان او عراق کې په ګډه جګړه کې برخه اخیستې.

سِر کېیر ستارمر د چهارشنبې په ورځ د لومړي وزير د پوښتنو غونډه کې د جي ډی ونس وروستيو څرګندونو ته غبرګون وښود. نوموړي د هغو ۶۴۲ برېټانیایي سرتېرو يادونه وکړه، چې د افغانستان او عراق په جګړو کې وژل شوي او هغوی ته يې درناوی وکړ.

جي‌ ډی ونس تورن شوی، چې د هغو برېټانیایي سرتېرو قربانۍ يې له پامه غورځولې، چې د خپل هېواد لپاره يې له هېواده بهر خدمت کړی.

دا تورونه وروسته له هغې راپورته شول، چې جي‌ ډی ونس خپلو وروستيو څرګندونو کې اروپايي متحدانو په ځانګړي ډول برېټانیا ته اشاره وکړه او وويل، چې دغه هېواد په «تېرو ۳۰ کلونو کې په هېڅ جنګ کې برخه نه ده اخيستې.»

سِر کیير سټارمر وويل: «سبا د هغو شپږو برېټانیايي سرتېرو د وژل کیدو ديارلسمه کليزه ده چې په افغانستان کې د ګزمې پر مهال یې پر موټر چاودنه وشوه او ټولو په کې ووژل شول.»

هغه زیاته کړه،‌ دغه سرتېري د خپل هېواد لپاره جنګيدلي او قرباني شوي دي. سټارمر وویل: «په ټوليز ډول ۶۴۲ بريټانیايي سرتېري د افغانستان او عراق په جنګونو کې زموږ د متحدانو ترڅنګ جنګيدلي او وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.»

د برېټانیا لومړی وزیر په خبره، دوی به هېڅکله د خپلو سرتېرو قربانۍ هېرې نه کړي او باور لري چې د پارلمان ټول غړي به له ده سره یو ځای د وژل شویو سرتېرو درناوی وکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر چي ډی ونس د سې شنبې په ورځ له فاکس نيوز سره مرکه کې وويل، چې که اوکراین وغواړي په راتلونکي کې د روسیې د بریدونو مخنېوی وکړي باید امریکا ته «اقتصادي امتیازات» ورکړي.

نوموړي دا هم وویل: « دا له هغې ډېره غوره ده، چې داسې امنیتي ضمانت ترلاسه کړو چې ۲۰ زره سرتېري له یوه اتفاقي هېواده راشي، چې په تېرو دېرشو یا څلوېښتو کلونو کې یې په هېڅ جنګ کې برخه نه ده اخیستې.»

تر اوسه پورې يوازې برېټانیا او فرانسې په ډاګه ويلي، چې چمتو دي که د اوکراين جنګ پای ته رسېدو لپاره هوکړه وشي خپل سرتېري د سوله ساتو ځواکونو په توګه واستوي.

د سټارمر څرګندونو د محافظه ‌کار ګوند مشر، کمي بادنوک، ته هم ستونزې پيدا کړې ځکه هغه هڅه وکړه د ونس څرګندونې کمرنګه کړي او ادعا یې وکړه چې دا خبرې "له متنه بهر" تفسير شوي.

خو د ليبرال ډيموکرات ګوند د دفاع وياندې هلن مګواير، چې په عراق کې يې دنده کړې ونس تورن کړ چې «په افغانستان او عراق کې د وژل شوو برېټانيايي سرتېرو قربانۍ يې له پامه غورځولي.»

هغه زیاته کړې، چې خپله شاهده چې برېټانيايي سرتېري اوږه په اوږه له امریکایي ځواکونو سره جنګیدل.

جاني مرسر، چې درې دورې يې په افغانستان کې د برېټانيايي ځواکوو په لیکو کې دنده کړې د ټرمپ مرستیال «يوازې يو ټوکي» وباله او زياته يې کړه: «ما د جي ډی ونس کتاب لوستی و او فکر مې کاوه، چې دی يو جالب شخصيت دی. خو اوس څرګنده شوه چې هغه خپل وخت د مقالو ليکلو او عکسونو اخيستو ته ځانګړی کړی و.»

جي ډنس ونس وروسته پر خپل دريځ ټينګار وکړ او ويې ويل: «دا کاملاً ناسم تفسير دی، چې څوک ووايي ما برېټانیا يا فرانسې ته اشاره کړې ده.»

هغه په اېکس کې وليکل: «دواړه هېوادونه برېټانیا او فرانسه له امريکا سره اوږه په اوږه جنګېدلي، نه يوازې په تېرو ۲۰ کلونو کې، بلکې له هغې هم مخکې.»

نور خبرونه

رادیو