پاکستاني پولیس: بلوچستان کې چاودنې څلور کسان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۶

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت خضدار نال په بازار کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نال د پولیسو مشر بهاول خان پیندرانی پاکستان ډان ورځپانې ته دا پېښه تایید کړې او ویلي دي، د چهارشنبې په ورځ د (کب ۱۵مه) له غرمې وروسته یو موټرسایکل چې په کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي و له یو موټر سره نږدې درول شوی او د ریموټ کنټرول په وسیله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.

د نال سیمې روغتیایي مسوول رفیق ساسولي په وینا، له دغه برید څخه یو شمېر جسدونه او ټپیان روغتون ته وروړل شوي، چې له ډلې یې د یوه تن روغتیایي وضعیت نازک دی.

له چاودنې سملاسي وروسته په سیمه کې پاکستاني امنیتي چارواکي د پېښې په تړاو د پلټنو لپاره سیمې ته ورغلي وو.

بلخوا د ادهي په نوم یو خیریه بنسټ ویلي، چې دژل شویو کسانو شمېر ۵ تنو ته رسېدلی او په بېښه کې ټول ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

د خضدار پولیسو مشر جاوید زهری ویلي، چې چاودنه د نال بازار د یوې تعلیمي ادارې (کالج) ترڅنګ شوې ده چې څو موټرونه یې هم ویجاړ کړي دي.

د بلوچستان سر وزیر میر سرفراز بګټي دا برید غندلی او اړوندو ادارو ته یې امر کړی، چې ټپیانو ته غوره درملنه برابره کړي.

هغه ویلي: «ترهګري به په هر ډول چې وي، له منځه یووړل شي. د سولې دښمنان به خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي او د دغه وحشیانه عمل عاملان به قانون ته وسپارل شي.»

د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند هم دا پېښه غندلې او له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه زیاته کړه: «ترهګر نه شي کولای خلک وډاروي. دا ډول بزدلانه بریدونه د سیمې د امنیت خرابولو لپاره یوه توطیه ده.»

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې وړمه ورځ وسله والو په خیبر پښتونخوا کې د بنو پر یو پوځي مرکز له چاودیدونکو توکو بار موټرو بمي بریدونه کړي وو، چې په پایله کې یې د «پنځو پاکستاني پوځیانو په ګډون ۱۸ کسان» ووژل شوو، چې ۱۳ تنه په کې ملکي وګړي وو.

بلوچستان د وروستیو میاشتو راهیسې د ترهګریزو بریدونو شاهد دی، په ځانګړي توګه له هغه وروسته چې د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) ترمنځ اوربند د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې پای ته ورسېد.

د پاکستان د امنیتي او شخړو مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) د راپور له مخې، په دغه هېواد کې یوازې د فبرورۍ میاشت کې ۷۹ ترهګریز بریدونه شوي، چې له امله یې ۵۵ ملکي وګړي او ۴۷ امنیتي کسان وژل شوي. ۴۵ ملکي وګړي او ۸۱ امنیتي کسان بیا ټپیان شوي دي.

بلوچستان لا هم د پاکستان نارامه ایالت ګڼل کېږي، چې په کې روان کال «۳۲ بریدونه شوي چې له امله یې ۵۶ کسان وژل شوي» چې له ډلې یې ۱۰ کسان د امنیتي ادارو کارکوونکي، ۳۵ تنه ملکي وګړي او یوولس تنه بیا د وسله والو ډلو غړي دي. 

په دغو بریدونو کې ډېر یې د بلوڅ بیلتون پاله وسله والو ډلو له لوري شوي دي. په دغو ډلو کې د بلوچستان د ازادۍ پوخ (BLA)، د بلوچستان د ازادۍ جبهه (BLF) ،‌ متحد بلوچ پوځ (UBA) او د بشیر زیب ازاده څانګه شامله ده.

نور خبرونه

رادیو