بلومبرګ رسنۍ د روسیې د ځینو چارواکو له قوله خبر خپور کړی، چې روسیه چمتو ده، د ټرمپ له ادارې سره د ایران د اټومي پروګرام او په منځني ختیځ کې د امریکا ضد نیابتي ډلو د ملاتړ په اړه په خبرو کې مرسته وکړي.
بلومبرګ په خپل راپور کې د روسي سرچینو په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي، چې ښاغلي ټرمپ تېره میاشت له ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني اړیکه کې دا غوښتنه کړې وه او په سعودي عربستان کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ناسته کې یاده موضوع، امریکایي چارواکو له خپلو روسي سیالانو سره په بحث کې یاده کړې ده.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف بلومبرګ ته ویلي، روسیه په دې باور ده، چې امریکا او ایران باید خپلې ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او مسکو چمتو دی، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره هر ډول اقدام وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت لا تراوسه په دې اړه ځانګړي څه نه دي ویلي، خو د تېرې دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، په خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، دغه د هېوادونو لپاره یوه عادي چاره ده، چې یو بل ته د مرستې وړاندیزونه وکړي.
هغه څرګنده کړه: «د دې مسلو اهمیت ته په پام سره، دا ممکنه ده چې ډیری اړخونه د بیلابیلو ستونزو په حل کې د مرستې لپاره خپل ښه نیت او چمتووالی وښيي، او له دې نظره، طبیعي ده چې هیوادونه د اړتیا په صورت کې د مرستې وړاندیز کوي.»
د ایران په اړه د امریکا او روسیې د خبرو احتمال داسې مهال کیږي. چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف هم د فبرورۍ په ۳۰ مه په سعودي عربستان کې د اوکراین د سولې د پلان په اړه د روسیې او امریکالوړپوړو چارواکو ترمنځ په خبرو کې ګډون درلود.
په سیمه کې په موضوع خبرو سرچینو بلومبرګ ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په ترڅ کې د ایران په اړه هم خبرې وکړې.