د امریکا د څارګرې ادارې (سي آی اې) رییس جان راټکلیف د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې واشنګټن له کیېف سره د استخباراتي معلوماتو شریکول درولي دي. دا پرېکړه د روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکرایني پوځ وړتیا ځپلی شي.
دا ګام د دې څرګندونه کوي چې د ټرمپ اداره پر اوکراین د سختو فشارونو سیاست ته دوام ورکوي، څو دا هېواد د خبرو اترو مېز ته کښېنوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي څخه یو لیک ترلاسه کړی، چې د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د مذاکراتو لپاره خپله تیاري یې پکې ښودلې ده.
راټکلیف فاکس بزنس شبکې ته وویل، « زه فکر کوم دا لنډمهالی بندیز به لرې شي. موږ به د اوکراین ترڅنګ کار وکړو، څو د یرغل پر وړاندې مبارزه وکړو او نړۍ د سولې خبرو اترو ته چمتو کړو».
درې سرچینو تایید کړه چې امریکا له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول درولي دي، خو لا روښانه نه ده چې دا بندیز تر کومه حده عملي شوی.
یوې سرچینې وویل چې دا بندیز یوازې جزوي دی، خو د جزئیاتو له ورکولو يې ډډه وکړه.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې امریکا اوکراین ته مهم استخباراتي معلومات برابر کړي، چې د دغه هېواد پوځ ته د اهدافو په ټاکلو کې حیاتي ارزښت لري.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې واشنګټن یو ګام شاته اخیستی او له اوکراین سره د استخباراتو د شریکولو ټول اړخونه بیا ارزوي.
والټز زیاته کړه چې امریکا له اوکراین سره د یوې کاني (منرالونو) معاملې او له روسیې سره د سولې احتمالي تړون د پرمختګ په اړه فعالې خبرې لري. هغه وویل: « زه فکر کوم چې ډېر ژر به پرمختګ ووینو.»