د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته د وروستي ګواښ په توګه خبرداری ورکړی، چې که برمتهشوي سملاسي خوشې نهکړي، دغه ډله به له ناوړه او خطرناکې پایلې سره مخ شي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۵مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې ټینګار کړی، چې په خپله قبضه کې د قربانیانو د جسدونو ساتل ناسمه کړنه ده او په وینا یې، که هر څوک دغه لار تعقیبوي پایلې به یې ناوړه وي.
د ټرمپ په وینا،متحدهایالات د دغه کړکېچ په ختمېدو کې له اسراییل بشپړ ملاتړ کوي او د حماس د نههمکارۍ په صورت کې به د دغې ډلې مشران خوندي پاتې نهشي.
د امریکا ولسمشر څرګنده کړې ده: «دا تاسو ته وروستی خبرداری دی. د حماس مشرانو، دا مهال له غزې څخه د وتلو وخت دی، په داسې حال کې چې تاسو نور هم وخت لرئ.»
ورته مهال، هغه د غزې خلکو ته په خطاب کې زیاته کړې، چې یو ښایسته او هیلهمن راتلونکی یې ورته په تمه دی، په دې شرط چې یرغمل شوي کسان خوشې شي او د دغه ناورین دوام پای ته ورسېږي.
باور دا دی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا توندې څرګندونې حماس ته د وروستي خبرداري په توګه مطرح کوي او که د غزې وضعیت همداسې دوام ولري، ښايي د پخوا په پرتله نور هم ناوړه او پراخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، د فلسطین خلک باید د حکومت کولو، د خپل راتلونکې د ټاکلو او په خپله خاوره کې له بشپړې ازادۍ او امنیت سره د ژوند کولو حق ولري.
نوموړي همداراز د کوم ځنډ او خنډ پرته د اوربند او یرغملشویو د خلاصون په تړاو د مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه کړې وه.
د یادونې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د یوې اوږدې او خونړۍ جګړې په پایله کې له ۴۵زرو ډېر فلسطینيان وژل شوي، د غزې شاوخوا ۹۰ سلنه اوسېدونکي له خپلو ودانیو بېځایه شوي او همداراز دا سیمه په بشپړ ډول پر یوې کنډوالې بدله شوې ده.