ټروډو: متحده ایالاتو د کاناډا پر توکو د تعرفو پر لګولو تېروتنه کړې او حتما به ځواب ورکړو

AP ۱۴۰۳ کب ۱۴

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ ګواښ وکړ، چې له کاناډا سره به سوداګریزه جګړه نوره هم پراخه کړي.

نوموړي له دې څرګندونو څو ساعته وروسته پر ټولو کاناډایي توکو د وارداتو مالیه ولګوله.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د ټرمپ له‌خوا کاناډایي انرژۍ باندې ۱۰ سلنه مالیه او پر نورو توکو ۲۵ سلنه مالیه «ستره تېروتنه» بللې او ویلي یې دي، چې کاناډا به یې ځواب ورکړي.

ټروډو اوتاوا کې یوه خبري کنفرانس کې د ټرمپ نوم په اخیستو سره وویل: «که څه هم ته ډېر هوښیار سړی یې، مګر دا دې لویه تېروتنه کړې.»

هغه وايي، چې کاناډا به سمدستي پر ۳۰ میلیارده ډالرو امریکایي توکو ۲۵ سلنه مالیه ولګوي او په ۲۱ ورځو کې به یې پر نورو ۱۲۵ میلیارده ډالرو امریکایي توکو هم پراخ کړي.

ټرمپ د ټروډو د څرګندونو په ځواب کې خپل ټروټ ټولنیزې شبکې باندې پر کاناډا د نورې مالیې لګولو ګواښ وکړ.

هغه لیکلي: «مهرباني وکړئ د کاناډا والي ته ووایاست چې کله هغه پر امریکا ځوابي مالیه ولګوله، زموږ مالیه به سمدستي دوه برابره شي. هغه یو ځل بیا خپله ادعا تکرار کړه، چې ښه به وي چې کاناډا د امریکا یو ایالت شي.»

ټروډو هم وویل، چې کاناډا به د نړۍوالې سوداګرۍ سازمان او د کاناډا-امریکا-مکسیکو ازادې سوداګرۍ تړون له لارې د امریکا د مالیې پر وړاندې شکایتونه ثبت کړي.

ټروډو وویل، چې ټرمپ غواړي د کاناډا سوداګري په بشپړه توګه سقوط کړي، چې له دې کار سره به له امریکا سره د کاناډا ضمیمه اسانه شي، مګر کاناډا به هېڅکله د امریکا د دولت برخه نه شي.

ټروډو وویل، چې د روسیې په څېر مخالفین غواړي چې په نورمال ډول دوست هېوادونه یو له بل سره په جنګ واچوي.

هغه وویل: "نو نن، متحده ایالاتو د کاناډا، د دوی ترټولو نږدې ملګري او متحد په وړاندې سوداګریزه جګړه پیل کړه."

تر دې مخکې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي و، چې د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې خبرې کړي او هوکړې ته رسېدلي، چې د فنتانیل د قاچاق د مخنیوي په صورت کې به د ۳۰ ورځو لپاره په کاناډایي توکو لګول شوې تعرفې ودرول شي.

یاده دې وي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ او د کاناډا، مکسیکو او چین په وارداتو یې ګمرکي تعرفې ولګولې.

نور خبرونه

رادیو