الجزیرې شبکې خبر ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو د غزې په سویل کې دوه فلسطینیان په ډزو وژلي.
ويل کیږي، اسراییلي عسکرو ورته مهال غزې تړانګې ته روانې مرستې بندې کړې او د اوربند تړون یې لغوه کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس ډله د اوربند په دویم پړاو کې په پرمختګ ټینګار کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف په راتلونکو ورځو کې سیمې ته د راستنیدو پلان لري چې د «اوربند د لومړي پړاو د غځولو او یا هم د دویم پړاو د پرمختګ لپاره کار وکړي.»
څو ورځې وړاندې د بینیامن نتنیاهو دفتر په یوه خبرپاڼه کې حماس له هوکړې په سرغړونې تورن کړ او ویې ویل: «د هوکړې له مخې، که چیرې اسراییل دا احساس وکړي، چې خبرې بې پایلې دي کولی شي ۴۲ ورځې وروسته بیرته جګړې ته راستون شي.»
کاناډا، جرمني، هسپانیا او ترکیې، غزې تړانګې ته د بشرپاله مرستو د ننوتلو په اړه د اسراییل د نوي بندیز په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړي دي.
ترکیې د اسراییل لهخوا دغه اقدام د «ټولیزې سزا» په نوم یاد کړی او ویلي دي، چې دا له نړېوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
بلخوا کاناډا هم د نورو هېوادونو ترڅنګ د غزې په تړانګه کې د بشری ناورین په اړه خپله اندېښنه ښکاره کړې او ویلي دي، کاناډا په غزه کې د بشري ناورین او ملکي وګړو د ناوړه وضعیت په اړه اندیښمنه ده، او غزې ته د بشرپاله مرستو بندیز به دا ناورین لا پېچلی کړي.
د غزې روغتیایي چارواکي وایي، چې د اسراییل په جګړه کې د ۴۸۳۸۸ فلسطیني وګړي وژل شوي او ۱۱۱۸۰۳ تنه نور ټپیان دي.
د یاد حکومت د رسنیو دفتر د مړو شمیره لږ تر لږه ۶۱۷۰۹ ته تازه کړې او ویلی دي، د مړو په اړه ګومان کېږي چې لا هم زرګونه فلسطینیان تر خاورو لاندې دي.
په اسراییل کې په ۲۰۲۳ کال د حماس ډلې تر مشرۍ لاندې بریدونو کې ۱۱۳۹ تنه اسراییلي وګړي وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات یرغمل نیول شوي دي.