ټرمپ د اوکراین لپاره د امریکا نظامي مرستې وځنډولې

AP ۱۴۰۳ کب ۱۴

د اسوشيېټیډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اوکراین لپاره د نظامي مرستو د «ځنډېدو» امر ورکړ.

خبر زیاتوي، چې هغه غواړي د اوکراین په ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي فشار راوړي، ترڅو له روسیې سره د سولې خبروته کیني.

دغه ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي، چې څو ورځې وړاندې د ټرمپ او ولادیمیر زیلنسکي په ليدنه کې لفظي شخړه رامنځته شوه.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي وویل، ټرمپ غواړي چې مسکو او کیف د سولې یوې پرېکړې ته ورسېږي، او غواړي چې له دې لارې زیلنسکي اړ کړي چې له اوکراین سره خبرو ته کیني.

دغه چارواکي زیاته کړې، امریکا دغه نظامي مرستې ځنډولي او بیاکتنه پرې کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې یاده مرسته د بحران د حل په برخه کې مرسته کولی شي.

د ولسمشر ټرمپ دغه حکم به تر هغې پورې دوام ومومي، ترڅو اوکراین له روسیې سره د خبرو اترو لپاره ژمنتیا ښکاره کړي.

د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې ټرمپ ویلي و، چې هغه به د اوکراین جګړه ډیره ژر پای ته ورسوي، هغه یو ځل د ټاکنیز کمپاین پر مهال ادعا کړې وه، چې کولی شي یاده جګړه په یوه ورځ کې ختمه کړي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ د زیلنسکي په اړه نیوکه وکړه، چې ګواکې جګړه پای ته رسول ډیره لرې خبره ده او یوې پرېکړې ته رسېدل وخت ته اړتیا لري.

ټرمپ په خواله رسنۍ لیکلي، چې د زیلنسکي له لوري دا خورا بد خبر دی او امریکا به د دې لپاره ډیر صبر ونه کړي.

د اوکراین ولسمشر وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د فکر په اړه د وضاحت کولو هڅه کړې، هغه په مستقیم ډول د ټرمپ څرګندونو ته اشاره نه ده کړې، خو ټینګار یې کړی، چې دا ډیره مهمه ده چې مونږ هڅې وکړو ترڅو زمونږ ډیپلوماتیکې کړنې د دې جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره واقعي او پرېکنده وي.

ولسمشر ټرمپ دغه نیوکه په داسې حال کې کوي، چې په سپینه ماڼۍ کې له غونډې او لفظي شخړې وروسته هم زیلنسکي د امریکا او اوکراین د اړیکو په اړه مثبت نظر وړاندې کوي.

اوکراین ته د نظامي مرستو د ځنډیدو وړاندې ټرمپ تمه درلوده، چې له یاد هېواد سره یو تړون لاسلیک کړي، چې دغه تړون به امریکا ته د اوکراین مهمو معدنونو ته لاسرسی برابر کړي.

سپینې ماڼۍ دغه تړون د امریکا او اوکراین ترمنځ د اړیکو د اوږدمهاله پیاوړتیا په توګه یادونه کړې وه.

بلخوا ډیموکراتان د اوکراین لپاره د مرستو د درولو په اړه اندیښنه لري او وایي، چې دا خطرناک او ناسم کار دی.

د پینسلوانیا ډیموکرات استازې برینډن بویل وویل: «دغه پریکړه غیر مسوولانه او زموږ ملي امنیت ته مستقیم ګواښ دی.»

د پخواني ولسمشربایډن ادارې د جګړې له پیل راهیسې کیف ته له ۶۶.۵ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې نظامي مرسته او وسلې ورکړې دي.

اوکراین ته د نظامي مرستو د درېدلو په اړه، د کانګرس د ډیموکراټانو یوه بل استازې، دان ګولډمن، وویل چې دا «د زیلینسکي د زورونې» یوه بڼه ده او دا د ځواک له لارې د سولې سره په ټکر کې دي.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي، چې د ټرمپ سره تر لفظي شخړې وروسته دا شکونه راپېدا کېږي، چې ایا زیلنسکي د جګړې پای ته رسولو لپاره چمتو دي او که نه.

نور خبرونه

رادیو