د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر چاوڼۍ ځانمرګی موټربم برید کړی.
سرچینې وايي، چې برید د روژه ماتي پرمهال شوی او دوه ځانمرګي بریدګر چاوڼۍ ته ننوتلي، خو پاکستاني طالبان وايي دوه موټربم یې کارولي.
په بنو ولسوالۍ کې ځايي سرچینو نن سې شنبه د کب ۱۴مه وویل چې لومړی دوه ځانمرګو بریدګرو د بنو کوهاټۍ دروازې ته څېرمه ځانونه والوزول او بیا وروسته نور وسله وال چاوڼۍ ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه.
د حافظ ګل بهادر اړوند جیش فرسان محمد ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې دا برید ددوی جنګیالیو کړی او ګڼ امنیتي کسان یې وژلي او جګړه لا روانه ده.
ویل کیږي په دې پېښه کې د ملکي کسانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او تر ۱۵ ډېر نور ټپیان دي.
د بنو د کېنټ شاوخوا سیمو اوسېدونکي وايي چې چاودنه دومره ځواکمنه وه چې د عامو خلکو کورونه یې هم زیانمن کړي دي.
له سیمې ترلاسه شوې ویډیوګانې ښيي، چې له څو ودانیو لوګي پورته کېږي او د سختو ډزو غږونه اورېدل کېږي.