اوکراین وايي چې دوی کولی شي چې د ټرمپ د پوځي مرستو له ځنډېدا وروسته هم له روسیې سره په لومړۍ کرښه کې مقاومت وکړي.
اوکراین د سې شنبې په ورځ وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کییف ته پوځي مرستې وځنډولې، چې دا د روسیې سره د نږدې اړیکو پر لور د هغه یو ډراماتیک ګام دی.
ټرمپ د اوکراین او روسیې په اړه د امریکا سیاست بدل کړی، د تېرې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زېلنسکي له کړکېچنې ناستې وروسته د اوکراین په تړاو د امریکا په سیاست کې جوت تغیر لیدل کیږي.
د اوکراین لومړي وزیر ډینیس شمیهال وویل چې کیف لا هم د خپلو ځواکونو د تمویل وسایل لري.
هغه زیاته کړه:"د لومړۍ کرښې د ساتلو لپاره زموږ پوځ او حکومت وړتیاوې او وسایل لري".
شمیهال د متحده ایالاتو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې کییف د متقابلو ګټو همکاري غواړي.
هغه وویل: "موږ به د ټولو موجوده لارو له لارې له امریکا سره په ارامه توګه کار ته دوام ورکړو، موږ یوازې یو پلان لرو بریا او بقا"
پخپله د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي د مرستې د ځنډېدو په تړاو چوپ پاتې شوی.
تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر سره له ناندریو وروسته پر اوکراین د امریکا ټولې پوځي مرستې وځنډولې.